Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په هکله د خوړو نړۍوال پروګرام رپوټ

د ملګرملتونو سازمان د خوړو پروګرام په یوه نوي رپوت کې یو ځل بیا په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په هکله ګواښ کړی دی.

دغه سازمان وايي ویلي چې په افغانستان کې کابو ۱۹،۷ مېلیونه تنه له سختې لوږې سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا اوږدمهاله وچکالي او ژور اقتصادي ناورین په ټول افغانستان کې یې د مېلیونونو تنو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

د خوړو نړۍوال نړۍوال پروګرام د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«د خوراکي مصووینت د هغه لړ لیک له مخې چې د ۲۰۲۲ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د بنسټ، د دغه سازمان د خوړو د پروګرام او ځینو نورو نادولتي ادارو له لوري برابر شوی دی، ۱۹،۷ مېلیونه تنه یعنې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس له حادې لوږې سره مخ دی.»

 فقر، بې وزلي او بې روزګاري د کابل په واټونو او سړکونو کې په څرګنده لیدای شئ، لکه څرنګه چې ډېر خلک د سړکونو پرغاړه او په ډېر لنډ واټن کې د یوې نمړۍ ډوډۍ په تمه ناست دي.

بې وزلی عزیز الله وايي:«په ودانیزو کارونو په بشپړه توګه بلد یم؛ خو کار نشته. کراچۍ مې اخیستې او د سړک سر ته راغلی یم، د ورځې شل افغانۍ کار کوم. دولس تنه نفقه خواره لرم.»

نه یوازې عزیز بلکې په افغانستان کې زرګونه نور هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

یوه بې وزله مېرمن هم څرګندوي:«زه کونډه یم، څلور یا پنځه میاشتې کېږي همدلته ګدايي کوم. اته میاشتې کېږي چې خاوند مې مړ شوی دی.» 

ورته مهال د اقتصاد وزارت وايي چې سټراټيژيکې او د خوړو د ناامنۍ پروګرامونه په پام کې لري.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د اقتصاد وزارت په اوږد مهاله سټراټيژيک پلان کې، د افغانستان اقتصادي بخ بناوې ترمیم او تقویت او همدارنګه سترې اقتصادي او سوداګریزې پروژې تر کار لاندې دي.»

دا په داسې حال کې ده،چې څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي ویلي وو،چې د کار د نړۍوال سازمان ارزونه ښيي،چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې ۵۰۰ زره تنو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه