Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منډوي؛ د کابل ښار یو مشهور او له ګڼې ګوڼې ډګ بازار

د کابل منډوي چې د پلازمینې یو له مشهورو بازارونو څخه هم ګڼل کېږي، یو مهال د دمه ځای په نوم یادېده، خو اوس په پلازمینه کې یو له ګڼې ګوڼې په ډک بازار بدله شوې چې د اړتیا وړ ډېری توکي په‌کې موندل کېږي.

منډوي هغه ځای دی چې په کابل ښار کې د جګړو له دوام سربېره په‌دې سیمه کې ژوند اوس هم خپل پخوانی رنګ لري او له مینې او ولوولو ډک ښکاري.

خو د دې زرګونه هټیو او سوداګریزو ځایونو له منځه یوه داسې زوړ کور دی چې د  دې بازار د شور او ځوږ په منځ کې پروت دی. په‌دې پخواني او زوړ کور کې یوه څلور کسیزه کورنۍ ژوند کوي. دوی وایي، د دې بازار له ټولې ګڼې ګوڼې او غال‌مغال سربېره، له کلونو راهیسې دلته اوسېږي.

د منډوي اوسېدونکی نبي وايي: «دا ځای ۱۵۰ کاله مخینه لري، ۵۰ کاله زما په مخ کې په دې سیمه کې د غزني‌وال په نوم یو سرای جوړ شو، دلته نورې ودانۍ نه‌ وې، له دې وړاندې ټولې زړې ودانۍ وې.»

د کابل په منډوي کې د سوداګرو او د لویو سوداګریزو مرکزونو د څښتانو تر څنګ ورځني مزدور کاران هم په خپلې ګټې-وټې پسې راوتلي دي. د پلازمینې د ځینو اوسېدونکو په وینا، د کابل منډوي د عطار د هټۍ په څېر دی چې هر څه په‌کې موندل کېدای شي.

د همایون په نوم یو هټیوال وايي: «خلک له نورو ځایونو دلته د پیر لپاره راځي، دلته ګدامونه دي، دلته د خلکو مالونه ډېر دي، خلک په هغه ځای کې چې ډېره ګڼه ګوڼه او ګدامونه وي، پېرل کوي، په‌ همدې خاطر دې ځای ته منډوي وايي.»

یو بل هټیوال علي محمد وايي: «څلوېښت یا پنځوس کاله به کېږي چې موږ په دې منډوي کې یوو، دا کوڅه د بېلر په نوم یادېږي، دا ټولې هټۍ د عمده‌فروشۍ دي.»

منډوي د کابل یوه لرغونې او پخوانۍ سیمه ده چې پخوا د خوابګاه په نوم یادېده. هغه مهال دا سیمه داسې ځای و چې د شته کورونو چاپېر دېوالونه یې د انسان تر ونې څو برابره لوړ وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه