Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ټرافیکي پېښې پر مهال ۵ تنه مړه او ۹ نور ټپيان دي

د چهارشنبې په ورځ د کابل په سرای شمالي کې یوه خونړۍ ټرافیکي پېښه وشوه. په دغې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ټرافیکو ریاست وايي چې دغه پېښه هغه مهال وشوه چې یو ټېلري ډوله باروړونکی موټر له کنټروله ووت او د سړک پر غاړه له څو موټرونو او د پلورونکو له څو غرفو سره  ولګېد.

د کابل د ټرافیکو ریاست مسوولان وایي، چې د دې پېښې ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او د څو تنو وضعیت یې نازک دی.
               
د کابل د ټرافیکو د کنټرول او مراقبت آمر سمنول محمد نواب وویل:«واسطه بې برکه و، په لومړي پړاو کې یې یو سراچه ډوله موټر لاندې کړ او وروسته یو ۵۸۰ ډوله موټر ورپسې یوه مازدا موټر ته یې جدي زیان ورسوه. په ۵۸۰ موټر کې یوازې یو تن پټي شوی، خو په سراچه ډوله موټر کې ټپیان او شهیدان موجود دي.»
                              
د سرای شمالي د امنیتي پوستې مسوول حامد هم څرګنده کړه:«۹ تنه ټپيان مو روغتون ته بوتلل او څلور تنه هم وژل شوي وو چې وروسته یې احوال ورکړ چې یو بل ټپي هم مړ شو.»

له دې سره هم مهاله په سیمه کې ځينې هټۍ وال او د سړک تر غاړې پلورونکي وايي چې هغوی ته ستر مالي زیانونه رسېدلي دي. د دغې پېښې په پایله کې، څاروي او مسافر وړونکي موټر هم له منځه تللي دي.
                                
د پېښې شاهد رشاد وویل:«لومړی یې یو سراچه ډوله موټر لاندې کړ او هغه یې بېحي له منځه یوړ، وروسته هغه موټر چې له پسونو ډک وو هم لاندې کړ، ومې لیدل چې هرې خوا ته خلک او پسونه پراته دي.»
                             
زیانمن شوی سناتور هم څرګندوي:«زموږ کراچۍ خرابې شوې دي، باید زموږ د کراچیو زیان راکړل شي، ځکه موږ د عاید بله سرچینه نه لرو، د همدغې کراچۍ له لارې موږ یوه نمړۍ ډوډۍ خورو.

پر امنیتي او طبیعي پېښو سربېره ټرافیکي پېښې هم هر کال په هېواد په تېره بیا لویو لارو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه