Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا: که له افغانستانه خطر احساس کړو، پوځي ګام پورته کوو

په داسې حال کې چې کابل تل ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې و نه کارول شي، خو امریکا یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که امریکا ته ترهګریز ګواښ ورپېښ شي؛ دا هېواد به پر افغانستان کې پوځي عملیات تر سره کړي.

د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز مارک میلي چې د دې هېواد په کانګرېس کې یې خبرې کولې زیاته کړه، هېواد یې د افغانستان وضعیت څاري.

مارک مېلي وايي: «موږ امریکایانو ته ډاډ ورکوو چې پر هغه څه به عمل وکړو چې د سپټمبر په یوولسمې مو یې ژمنه کړې ده. که موږ له افغانستانه خطر احساس کړو، موږ دا توان لرو چې د خطر د احساسېدو پر مهال پر افغانستان پوځي عملیات ترسره کړو.»

ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېرېش د اسپانیا په مالاګا ښار کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په غونډه کې ویلي، ترهګر په افغانستان کې یو ځل بیا د احیا کېدو په حال کې دي او هغوی د نړۍ لپاره پر یوه لوی ګواښ بدلېدلای شي.

د پوځي چارو کارپوه حکمت‌الله حکمت وايي: «افغان اړخ باید امریکا، نړۍ او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې داسې کړۍ نه‌شته چې د هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دې له نړیوالې ټولې سره اړین ګامونه پورته کړي.»

خو کابل یو ځل بیا د نړۍ پر وړاندې د افغانستان له خاورې د نه کار اخېستو ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د افغانستان پولې له بل هر وخته امن شوي او اسلامي امارت پر خپله ژمنه ولاړ دی چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ نه پېښېږي.»

تر دې وړاندې، د هند او امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ، افغانستان باید د ترهګرو پر امن پناه ځای بدل نه‌شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه