د جي اووه یا د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ د محدودیت لګولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دې ډلې په یوې خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې، هر هغه ګامونه چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو د ګډون توانايي او برابري محدودوي؛ غندنه یې کوو.
د اووه ډلې غړو د دې محدودیتونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د دې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «له دې ګامونو سره هغو «طالبان» له نړیوالې ټولنې ځانونه لرې کوي او موږ له دوی غواړو چې ژر تر ژره پر ښځو او مېرمنو محدودیتونه لرې او د بشر حقونو درناوي برخه کې قامونه پورته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حجاب په اړه یو فرمان صادر کړ چې پهدې فرمان کې د حجاب پر مراعتولو ټینګار شوی و.
د حجاب مراعتولو په اړه دا فرمان په کور دننه او بهر له سختو غبرګونو سره سره مخ شو.
په دې اړه مو اندونه