Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند په کوربتوب او د پاکستان ګډون سره د افغانستان په تړاو غونډه

هند د پاکستان د استازي او همدارنګه د شانګهای همکاریو سازمان د ټولو غړو هېوادونو د استازو له حضور سره د افغانستان په محوریت د یوې غونډې کوربتوب کوي.

هندي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې دغه غونډه نن «دوشنبې» به پیل شي او تر چهارشنبې پورې به دوام پیدا کړي.

         د سیاسي چارو شنونکی نصیراحمد شیرزی وايي:«د منځنۍ اسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان د استازو ګډون له ترهګرۍ سره مبارزه ته یو شین چراغ دی او د بحث اجنډا هم له ترهکرۍ سره مبارزه ده.»

بل خوا ټاکل شوې ده، تاشکند هم د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي. د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په دې غونډه کې به پر بشري مرستو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغانستان پر اقتصادي مسایلو بحث وشو.

د سیاسي چارو شنونکی اندړ څرګندوي:«په دغې غونډه کې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید فکر وکړي او زموږ له ملت سره هر ډول بشري مرستې جدي ضرورت لري سپما ونه کړي.»

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د افغانستان د مسلې د بابېزه بللو په تړاو هم خبرداری ورکوي او وایي چې په افغانستان کې به اقتصادي ناورین د سیمې پر هېوادونو هم منفي اغېز وکړي.

اسلامي امارت تر اوسه د دغو دوو غونډه په تړاو نظر نه دی څرګند کړی. په وروستیو نهو میاشتو کې د افغانستان په تړاو بېلابېلې غونډې جوړې شوې دي، خو تر اوسه دغو غونډو د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز نه دی لرلی.

نوی ډیلی د روانې اونۍ له دوشنبې تر چهارشنبې د افغانستان په محوریت د یوې غونډې کوربتوب کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه