په هرات ښار کې د تفریحي پارکونو یو شمېر مسوولان وایي، وروسته له هغې چې په پارکونو کې ښځې او نارینه سره جلا شول؛ اوس دې تفریحي ځایونو ته د خلکو ورتګ کم شوی دی.
دې مسوولانو د هرات ولایت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې او د دې ولایت له اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارواکو سره په لېدنه کې زیاته کړه، دا مهال پارکونو ته د خلکو د نه ورتګ له امله خپل لګښتونه نهشي پوره کولای.
د هرات ولایت د تفریحي پارکونو یو شمېر مسوولانو د امر بالمعروف نهي عنالمنکر او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له چارواکو سره په لېدنه کې د دې ولایت په تفریحي پارکونو کې د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي.
په هرات ښار کې د یوه تفریحي پارک مسوول غلام رسول صوفيزاده وايي: «هره ورځ د برېښا، د ځمکې کرایې او کارکوونکو پنځلس زره افغانۍ راباندې راځي، موږ پهدې پارک کې شاوخوا یو مېلیون ډالره پانګهونه کړې ده.»
د عبداخالق په نوم په هرات ښار کې د یوه بل تفریحي پارک مسوول وايي: «هره کورنۍ له ځان سره یو سړی راوړي، ښځه اړ ده چې خپله کورنۍ اړ کړي او هغوی له ځان سره پارک ته یوسي.»
پهدې لړ کې د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، وروسته له هغې چې پارکونو ته د کورنیو د ښځو او نارینهوو مخنیوی وشو، دوی پارکونو ته نهدي تللي.
د هرات اوسېدونکی مرجان وفا وايي: «موږ غوښتل له خپلو کورنیو سره پارک ته دننه شو، خو دا ورځ یوازې د نارینهوو لپاره وه، له همدې کبله موږ ښځې اړ شولو چې بېرته کورونو ته ستنې شو.»
بل لور ته د هرات ولایت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې مسوولان وایي، په پارکونو کې د ښځو او نارین وو هممهاله شتون غیر اسلامي عمل دی. د دې ادارې رییس زیاتوي چې په تفریحي پارکونو کې به د مېرمنو او کورنیو لپاره سپورټي اسانتیاوې برابرې کړي.
د هرات ولایت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې رییس مولوي عزیزالرحمان وايي: «دا د امر بالمعروف پرېکړه ده، له پارکونو سره موږ ډېر په ستونزه کې و، ځکه ځینې د د نامحرمو سړیو او ښځو یو ځای کېدل منکرات و چې د ولس د ځور سبب کېدل.»
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیمالحق حقاني وايي: «د هرات ښاریان چې له هرې ستونزې سره مخامخېږي د دې پر ځای چې له خپل ځانه خفه شي او یا د ستړیا احساس وکړي، باید له مسوولو کسانو سره موضوع شریکه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه میاشتې وړاندې د هرات ولایت په تفریحي پارکونو کې د ښځینهوو او نارینهوو پر هممهاله ورتلو بنډیز ولګول شو. د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر په لارښوونه تفریحي پارکونو کې شنبې، یکشنبې او دوشنبې ورځې د مېرمنو او د اوونۍ پاتې ورځې د نارینهوو لپاره ځانګړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه