Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ترکیه کې د مارشال دوستم په کوربتوب د افغان سیاستوالو ناسته

یو شمېر افغان سیاستوال او پخوانيو جهادي مشرانو په ترکیه کې د افغانستان په اړه ناسته کړې. د مارشال دوستم په مشرۍ د اسلامي خوځښت ګوند ویاند احسان نیرو وايي، دا ناسته به څو ورځې دوام پیدا کړي چې په‌کې به د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وشوي.

محمد محقق، احمد ولي مسعود، احمد ضیاء مسعود، د سلاح‌الدین رباني استازی، حضرت علي، میر رحمان رحماني، عبدالهادي ارغندېوال او د کریم خلیلي استازي په‌دې ناسته کې حضوري او د محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر نورو سیاسي او جهادي څېرو په انلاین بڼه ګډون کړی وو.

احسان نیرو طلوع‌نیوز ته په‌دې اړه وویل: «مارشال صاحب دوستم په انقره کې د افغانستان د ګوندونو مشرانو او سیاسي څېرو کوربه وو او د دې ناستې موخه د افغانستان وضعیت تغیرولو په موخه د نظرونو تبادله وه.»

په افغانستان کې د جموريت له پرځېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې پخواني سیاستوال د افغانستان په اړه سره راټولېږي.

د سیاسي چارو کارپوه حامد عزیز مجددي وايي: «هره ناسته چې د افغانستان د تل‌پاتې سولې او ټینګښت لپاره د هر چا له لورې جوړېږي، زما له انده د ستاینې وړ ده.»

خو اسلامي امارت د دې ناستې جوړېدل جدي نه بولي او زیاتوي، اوس‌مهال په افغانستان کې هېڅ داسې سیاسي جریان نه‌شته د خلکو ملاتړ ورسره وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «کوم جریان او یا شی چې د اړتیا وړ وي او د خلکو ملاتړ ولري، نه‌لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ترکیې حکومت څو ناستو ته اجازه نه‌ وه ورکړې، خو د سرچینو په خبره، دا ناسته د ترکیې حکومت په همغږۍ شوې جوړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه