Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو زده‌کړو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیوکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د نه پرانیستلو کېدو په اړه نیوکه کړې او زیاتوي، اسلامي امارت چې په‌دې برخه کې ژمنه کړې وه، عملي کړې یې نه‌ده.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو او امریکا د دښمن نه بللو په اړه له سي‌ان‌ان شبکې سره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست تر مرکې وروسته، اوس د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل هغه څه نه‌دي عملي کړي چې ژمنه یې کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وايي: «موږ دې څرګندونو ته د شک په سترګه ګورو، ځکه تر دې وړاندې مو داسې څیزونه اوریدلي، موږ تر ډېره د خبرو پر ځای د هغوی عمل ته ګورو او په‌دې اړه محتاط یوو، ځکه هغوی تر دې وړاندې ویلي وو چې ښوونځي پرانیزي او دا یو ښه خبر وو، خو هغوی تر اوسه دا کار نه‌دی کړی.»

خو د کورنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې بې‌بنسټه بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي: «هغه شک بې‌ځایه او بې‌اساسه دی چې وايي، محترم وزیر صاحب کومو مواردو ته اشاره کړې ده، عملي به یې نه‌کړای شي. همداراز موږ د دوی هغه ادعا په کلکه ردوو چې وايي، اسلامي امارت چې په تېر کې کومې وعدې کړي وې، عملي کړې یې نه‌دي.»

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او ښځو حقوق مهم بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي: «موږ په افغانستان کې نوي نظام ته وایو چې هغوی د نجونو د زده‌کړو د حق په ګډون نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او اجازه دې نه‌ ورکوي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه ترسره شي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید جواد حسیني وايي: «که اسلامي امارت په رښتیا غواړي له سیاسي ګوښه‌توبه راووځي او له بهرنیو هېوادونو سره ډېپلوماټیکې اړیکې ولري، باید له ملي او نړیوالو ژمنو لکه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل، د ټولګډونه حکومت جوړولو ژمنې عملي کړي.»

له دې ټولو سره-سره اسلامي امارت ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو په اړه یې د اجازې ترلاسه کولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی، خو لا روښانه نه‌ده چې دا کمیسیون به څه وخت خپل کار پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه