Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځينه ویاندویانو د مخ پټولو د حکم عملي کېدل او د طلوع نیوز دریځ

طلوع نیوز له نورو تصویرو رسنیو سره یو ځای د یکشنبې په ورځ پر ټلوېزیون د ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو په تړاو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت حکم عملي کړ.

دغه وزارت د خبر داري په بڼه د یکشنبې سهار د دغه حکم د عملي کېدو لپاره وروستی مهلت اعلان کړی و؛ خو طلوع نیوز لا هم داسې ګڼي چې، د اسلامي امارت د رهبرۍ له ادرسه د حجاب په تړاو په ورکړل شوي فرمان کې د ښځینه ویاندویانو د مخ د پټولو په هکله کومه واضحه سپارښتنه نشته.

پر دې سربېره ښځينه ویاندویانې د ټلویزېون پر مخ په حقیقي بڼه نه بلکې د مجازي تصویرونو په بڼه را څرګندېږي. له همدې کبله پر دغې پرېکړې د طلوع نیوز ملاحظه لا هم پر خپل ځای ده.

د طلوع نیوز نارینه خبریالانو او نورو کارکوونکو هم له ښځینه ویاندویانو سره د همدردۍ د څرګندولو په پار په ټلوېزیون کې له ماسک سره راڅرګند شول.

د طلوع نیوز رییس خپلواک ساپی وايي، نن یکشنبه د دغه دستور د عملي کېدو لپاره وروستی مهلت و:«موږ ته ویل شوي و چې د ټاکلي مهلت دننه دغه دستور عملي کړو او نن موږ دغه کار وکړ؛ خو زموږ ملاحظې لاهم په دوو دلیلونو په خپل ځای دي. او دا چې د حجاب په رابطه په ورکړل شوي فرمان کې دغه ټکي ته چې ښځینه ویاندویانې دې د ټلوېزیون پر مخ خپل مخونه پټ کړي دې موضوع ته هېڅ اشاره نه ده شوې او بل دا چې د ټلوېزیون پر صفحه او سکرین راتلوونکي انځورونه یا تصویرونه دا مجازي انځورونه دي او د ویاندویانو حقیقي حضور نه دی.»

د خپرونې چلوونکې خاطره احمدي هم وايي:«نفس مې بندوي او سمې خبرې نه شم کولای، دا خو په خپل ځای پرېږده چې موږ درې ساعته پرله پسې خپرونه چلوو.»

د خپرونې بله چلوونکې سونیا نیازۍ هم څرګندوي:«موږ ذهناً او روحاً هېڅ اماده نه وو، چې په موږ به داسې یو څه عملي کېږي، درې ساعته د خپرونې چلول په دې ماسک سره واقعاً غیر قابل پیش بیني ده او ډېره سخته مسله ده.»

سره له دې چې، د حجاب په اړه د اسلامي امارت په فرمان کې د ښځینه ویاندویانو د مخونو د پټولو په برخه کې په واضح توګه څه نه دي ویل شوي؛ خو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت بیا دغه دستور پر ښځینه ویاندویانو جبري ګڼي.

د امر بالمعروف نهې عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وویل:«دا زموږ خبره نه بلکې الهي حکم همداسې دی چې مخ په حجاب کې داخل دی که چېرې مخ پټ وي نو حجاب دی که مخ پټ نه وي نو داسې نه شو ویلای چې دا بېخي حجاب نه دی. څه رقم چې حجاب راغلی چې ټوله ښخینه خور په کې پټه وي نو هغه ډول حجاب مراعات ونه شو. او په حجاب باندې عمل ونه شو.»

د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي:«غواړي چې د خپل مشروعیت اهمیت د ښځو د زده کړو حق او ازادۍ سره انډول کړي. دا یې لومړنی مسوولیت دی په هر اسلامي هېواد کې معمول دی او په افغانستان کې طالبان هم باید د اسلامي اصولو په خلاف او د اسلامي نړۍ هېوادونو د کړنې پر خلاف عمل ونه کړي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته سرپرست حکومت د ښځو په تړاو څو پرله پسې اعلامیې خپرې کړې.

"له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړل پاتې کېدل.

په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د ټولګیو او درسي ورځو جلا کېدل.

دندو ته له تګه د نجونو او ښځو منعه کېدل.

یوازې د ښځو د سفرونو منعه کېدل.

د ښځو وزارت او د امن کورونو په ګډون د ښځو د ملاتړو بنسټونو لغوه کېدل.

او په وروستي اقدام کې په تصویري رسنیو کې پر ښځینه ویاندویانو او خبریالانو د ماسک تحمیل کېدل.

هغه حکمونه وو چې، په تېرو نهو میاشتو کې یو په بل پسې صادر شوي دي.

د سیاسي چارو شنوونکې ثریا پیکان وايي:«له بده مرغه پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونه زموږ د هېواد د شاته پاتې کېدو لامل کېږي. هېڅکله به افغانستان پرمختګ ونه کړي تر هغې چې دغه بندیزونه لېرې کړل نه شي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تېره ورځ په خپل ټویټر پاڼه د افغانستان ټولو تصویري رسنیو ته سپارښتنه کړې وه چې له دې وروسته ښځینه ویاندویانې پر ټلوېزیون د راڅرګندېدو پر مهال باید خپل مخونه پټ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه