Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: اسلامي امارت دې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

د لومړي ځل لپاره په کابل کې د اسلامي امارت د مخکیني رهبر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مناسبت غونډه جوړه شوه.

په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پر هغه څه چې، د ښځو د حقوقو او په ځانګړې توګه د زده کړو حق نه ورکړه ګڼي نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، دا د حکومت مسوولیت دی چې، ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

شیرمحمد عباس ستانکزي په دغو مراسمو کې وویل چې، ښځې د هېواد نیمايي نفوس دی او باید هغه حقونه ورکړل شي چې په اسلام او افغاني کلتور کې دي.

ښاغلی ستانکزی وايي، په اقتصادي او سیاسي برخو کې کافي کار نه دی شوی او خلک د اقتصادي ننګونو له امله له هېواده تښتي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«ښځو هغه شرعي حقوق چا نه دي ورکړي، تراوسه پورې ګونډه خپل اختیار نه لري چې مېړه وکړي، پېغله اختیار نه لري چې مېړه وکړي، ښځې ته چا په میراث کې حق نه دی ورکړی حتا ښځه خپل میراث غوښتلی نه شي چې وې غواړي ټوله دنیا پرې خاندي او خلاف د شرعیت وايي چې دا خپل میراث غواړي. د تعلیم حق چا نه دی ورکړی، په افغانستان کې تعلیم شته خو کما حقوقه نشته، ور دې کړي اوس دا حق، ښځې به حساب چېرته زده کوي شرعیت به چېرته زده کوي؟ خو په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوي.» 

نوموړي همداراز زیاته کړه چې، خلک د اقتصادي ستونزو له امله له هېواده د تېښتې په حال کې دي:«په مېلیونونو انسانان بې کاره دي خلک د وطن له سرحداتو تښتي، د څه لپاره؟ اقتصادي مشکل لري. په دې هرات کې تاسو څه وخته مخکې ولیدل په سلګونه افغان په کې مړه شول که مړه نه شول، د نیمروز په سرحدونو وګورې هره ورځ ۲۰۰۰ انسانان تښتي، چې ترې پوښتنه کوئ اکثراً یې اقتصادي مشکلات لري، مجبوره دي، داسې پاکستان او نورو ملکونو ته ځي. دا اوس د دې حکومت وظیفه ده چې دوی ته وظیفه پیدا کړي.»

ښاغلی ستانکزی په دې برخه کې سیاسي هڅې کافي نه بولي او په دې برخه کې د سیاسي کړنلارې پر جوړېډو ټینګار لري:«او ای سي څوکۍ له موږ سره نشته، ملل متحد څوکۍ له موږ سره نشته، اروپا کې موږ نماینده ګي نه لرو دا باید وشي. دا زه نه وایم چې څه خبرې وشي مشکلات په مخ کې شته؛ خو د یو قوي سیاسي پلان له مخکې موږ کولای شو دا ټول مشکلات له منځه یوسوو.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم څرګنده کړه:«که افغانستان له ټکر او خطره ساتئ نو د ټولو افغانانو لحاظ به هم ساتې، موږ همیشه بهرنیانو ته وايي تاسې موږ ته وخت راکړئ فرصت راکړئ همکاري راسره وکړئ.»

د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد هم وویل:«پرافغانستان باندې یې بندیزونه لګولي او د افغانستان پر خلاف توطیې جوړوي، راشې میدان ته چې لس ورځې وروسته، شل ورځې وروسته، کال وروسته، یو څه منئ، نن یې ومنئ.»

په دې مراسمو کې د سرپرست حکومت د رییس الوزرا د مرستیالانو په ګډون ګڼو چارواکو ګډون درلود او د اختر محمد منصور له کړنو یې یادونې وکړې.

د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل:«د اسلامي امارت په لیکو کې وحدت او یووالی، نظم او دسپلین، په زړورتیا او ښې ګڼې سره رهبري کړل.»

د اسلامي امارت مخکینی رهبر ملا اختر محمد منصور له نن څخه شپږ کاله مخکې په همدې ورځ په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت باید د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه