Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د متحده عربي اماراتو له خوا افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړه

متحده عربي اماراتو افغان سوداګرو او کارګرانو ته به د ویزو صادرول پيل کړي.

د رییس الوزرا د لومړي مرستیال دفتر له متحده عربي اماراتو د ملا عبدالغني برادر له راستنېدو وروسته لیکلي چې ابوظبي به افغان کارګرانو ته د ویزې ورکړې بهیر پیل کړي.

په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو شورا د معلوماتو له مخې، په متحده عربي امارتو کې له ۳۰۰ زره زیات افغانان په کار بوخت دي او ځينې دغه سوداګر او کارګر د ویزې او پاسپورټ د تمدیدو له ستونزو سره مخ دي.

متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل وویل:«دا ځل یې د متحده عربي اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي، ان شاالله ډېر ژر به د ویزو ستونزه حل شي او الوتنې به هم پيل شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې اند ده چې د متحده عربي اماراتو د ویزې ورکړې پیل به په هېواد کې کوچنی او منځنی سوداګرۍ په خوځښت راولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي:«زموږ پر سوداګرۍ او زموږ پر کار اغېز کوي او زموږ ځينې سوداګر ځي هلته یا کار کوي او یا هم پانګونه کوي او یا هم له اماراتو مال راوړي.»

په متحده عربي اماراتو کې ځینې سوداګر وایي چې د ویزو صادرول به د کابل او ابوظبي ترمنځ پر سوداګریزې راکړې ورکړې مثبته اغې     زه وکړي.

متحده عربي اماراتو کې سوداګر فرید روحاني څرګندوي:«موږ ټول سوداګر له هغه هر کلی کوو هیله لرو چې دا کار ژر پيل شي.»

د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته، له پاکستان او ایران پرته ټولو هېوادونو افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر بند کړ. اوس تمه کېږي چې متحده عربي امارات به افغانانو ته د ویزې د ورکړې بهیر له سره پیل کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا د معلوماتو پر بنسټ، افغانانو په دغه هېواد کې له لس مېلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه