Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاسیون: ا.ا دې لومړی په کور دننه سیاسي څېرو سره خبرې وکړي

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د کار له پیل وروسته اوس د هېواد یو شمېر سیاسیون له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې لومړی دې باید په کور دننه سیاستوالو سره خبرې وشي.

دوی زیاتوي، اسلامي امارت په هېواد کې دننه سیاسیون له یاده باستلي.

د افغانستان د خلکو د ملي پیوستون مشر سید اسحاق ګیلاني وايي: «لومړی دی دا کمېسیون دا معلومه کړي چې د څه په اړه خبرې کوي او وروسته دې بیا دې په هېواد دننه یو شمېر نورو سره خبرې وکړي او همداراز هغوی سره چې په ۴۵ کلونو کې د افغانستان په سیاست کې ښکېل وو.»

د لغمان پخوانی والي اصف ننګ په‌دې اړه وايي: «زما له نظره د دې کمېسیون جوړول ښه کار دی، د جوړښت له اړه خه ښه دی او زه تمه لرم چې په هېواد کې ننه له مشرانو سره هم اړیکې ولري او د هغوی نظرونه واخلي.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د شنبې په ورځ خپلې چارې پیل کړې. له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویلي چې هېواد ته د افغان شخصیتونو تر راستنېدو وروسته به د هغوی د سیاسي فعالیتونو په اړه پرېکړه وشي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې دغه کمېسیون به هېواد ته د افغان سیاستوالو د بېرته راستنولو په برخه کې څومره ګټور وي؟

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «هغه کسان چې له افغانستانه وتلي، په هغه صورت کې بېرته افغانستان ته ستېږي چې په ټولنه، حکومت او د هېواد په سیاسي ټولنه کې خپل فعالیت وګوري، خو اوس دې کمېسیون داسې وړاندیز نه‌دی کړی.»

د پوهنتون استاد غلام سخي احساني وايي: «که له افغانسستانه وتلو خلکو، چارواکو او مسلکي کادرونو کار وا نه خیستل شي، زما په نظر دا خلک هم د بې‌کارانو په ډله کې ګڼل کېږي او دا به ورته لکه د کور زنداني په څېر شي.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر ویلي، د هغو کسانو چې بېرته هېواد ته راستنېږي مشروع غوښتنې هم ومنل شي. دې کمېسیون یوه ۱۵ ماده‌ییزي کړنلاره جوړه کړې او په هغې کې افغان سیاستوالو او پخوانیو پوځیانو ته له ځاني او مالي ډاډ سربېره د لنډ مهال لپاره د اوسېدو ځای هم په پام کې نیول شوی دی.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر ویلي، د هغو کسانو چې بېرته هېواد ته راستنېږي مشروع غوښتنې هم ومنل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه