Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'ا.ا له ټولنې په سیسټماټيک ډول د ښځو د حذفولو په حال کې دی'

په ټلویزیونونو کې د ښځينه ویاندویانو د مخونو پټېدو په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي. 

په دې لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، د ناورې سفیر، د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو د څاربنسټ مرستیالې د نویو محدودیتونو پر لګول کېدو او په ټوله کې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې په دغه هېواد کې د رسنیو او د ښځو د حقونو وضعیت د اندېښنمنونکی دی او له نړۍوالې ټولڼې یې غوښتي دي چې دغې موضوع ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.

د بښنې نړۍوال ویلي دي:«سره له دې چې طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو د خوندېتوب په تړاو ډاډ ورکړی و، خو اوس مېلیونه افغان ښځې او نجونې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په سسټماټيک ډول له ټولنې نه د لېرې کېدو په حال کې دي او نړۍواله ټولنه باید په دې تړاو طالبان مسوول وبولي».

د بشري حقونو د څاربنسټ هم د طالبانو پر دغه اقدام خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي دي چې په افغانستان کې رسنۍ او بشري حقونو هدف ګرځول کېږي.
  
د بشري حقونو د څاربنسټ مسووله هېډر بار وايي:«وروستیو محدودیتونو ته د نړۍوالې ټولنې غبرګون ډېر نهیله وونکی دی، زه فکر کوم چې ډېر هغه بهرني ډيپلوماټان چې تر اوسه افغانستان ته راغلي دي، د مېرمنو د حقونو په تړاو اندېښمن دي، هغوی راځي وضعیت ارزوي او کله چې ځي د افغانستان ښځې هېروي.»

د ناروې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست خیرالله خیرخواه سره په جلا جلا کتنو کې د مطبوعاتو د آزادۍ او په ټولنه کې د ښځو د برابر او معنی داره مشارکت په تړاو خبرې کړې دي.

د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز څرګندوي:«نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه، اروپايي ټولنه، او یوناما دې خپل مسوولیتونه د اعلامیو تر کچې نه راټيټوي، بلکې د افغانستان د ښځو د برخلیک د بدلون لپاره یو عملي اقدام وکړي.»

په ټلویزیونونو کې د ښځينه ویاندویانو له لوري د ماسک کارولو په ټولنیزو شبکو کې هم غبرګونونه راپارولې دي.

د عامه اړیکو کارپوهان د ماسک تړل د اطلاع رسونې په چاره کې لیدونکو ته د پيغام د رسېدو خنډ بولي او د رسنیو ملاتړي بنسټونه دغه کار د بیان پر آزادۍ فشار ګڼي.

د پوهنتون استاد نبیل رحیل وویل:«د ټلوېزیوني خپرونو د چلوونکو لپاره د مخ پټول د دې لامل کېږي ترڅو ویونکی ونه توانېږي چې کلمات او جملې په لازمه توګه تلفظ کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په طلوع نیوز او نورو رسنیو کې د خپرونو ښځينه چلوونکو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سپارښتنې او فشار له امله د یک شنبې په ورځ د ماسک تړل عملي کړل،خو په دې رابطه د طلوع نیوز ملاحظه لاهم پر خپل ځای ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه