Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د درې مېلیون جلده نوي پاسپورټونو چاپ کېدل

درې مېلیون جلده پنځه کلن پاسپورټونه تازه چاپ شوي دي او تر راتلوونکو دوو اوونیو به کابل ته راورسېږي. 

د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي چې د دغو پاسپورټونو د لېږد لپاره په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان له دفتر سره خبرې شوې دي.

د پاسپورټ ریاست ویاند شفیع تسل وايي:«درې مېلیونه پاسپورټونه چاپ شوي دي او پیسې یې هم ورکړل شوې دي. په دې هکله خبرې پای ته رسېدلي دي. ده پاسپورټونه په لیتوانیا هېواد کې چاپ شوي دي او ټاکل شوې ده چې راولېږدول شي او د هغه د رالېږدولو لپاره هم خبرې شوې دي او په راتلوونکو ورځو کې به هېواد ته راورسېږي او په یو ډول به دغه ستونزه حل شي.»

شفیقه چې د بامیانو اوسیدونکې ده، وایي له دوو میاشتو راهیسې یې ډېرې هڅې کړې دي، خو د پاسپورټ په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې.

نوموړې وايي چې لور یې ناروغه ده او اړتیا ده چې د درملنې لپاره یې له هیواده بهر ته بوځي، خو د پاسپورټ پنځه کلنې کتابچې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده.

هغې وویل:«دوه میاشتې کېږي چې ځم راځم؛ درې ماشومان لرم هره ورځ موږ ته ستونزې رامنځته کوي، هره ورځ چې موږ راځوو وايي ستونزه نه لرئ او د سوځېدلي ستونزه همدلته دننه په هېواد کې درملنه کېږي.»

پاسپورټ ریاست په دغه اداره کې د پنځه کلن پاسپورټ نه شتون تاییدوي او وایي تر راتلونکو دوه اونیو به دغه ستونزه حل شي.

بل لورته، د ولایتونو اوسېدونکي په خپلو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاست د مدیریتونو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

د بامیانو اوسېدونکی قدرت الله وویل:«په ۱۴۰۰ کال کې زه په بامیان ولایت کې بایومېټریک شوم او وې ویل چې تر ۵۰ ورځو مو پاسپورټ راځي له پنځوسو ورځو څخه اتیا ورځې شوې تراوسه زما پاسپورټ نه دی راغلی د ولایتونو د چاپ مدیریتونه تړلي دي ولې تړلي دي؟»

د پاسپورټ ریاست ویاند شفیع تسل وايي:«کله چې نوي پاسپورټونه راورسېدل په هېواد کې به د پاسپورټ مدیریتونه بېرته پرانیستل شي.»

په ورته مهال پاسپورټ ریاست پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې اعلامیه کې د پاسپورټ جعل تایید کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې یو شمېر جعل کوونکو له هېواده بهر د پاسپورټ کتابچې جوړې کړي، او په قاچاقي توګه یې هېواد ته راوړي او پر خلکو یې وېشي.

دغې ادارې ویلي چې د پاسپورټ د جعل په تور یې یو شمېر کسان نیولي او ځینې نور هم تر څار لاندې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه