Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ګازو ډبې چاودنې دوه تنه مړه او پنځه تنه نور ټپيان کړي

د کابل په اتلسمه ناحیه کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې امر وايي، د پېښې ځای ته څېرمه څو کورونو اور هم اخیستی.

د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې په دشت برچي سیمه کې د ګازو د ډبې چاودنې ډېر مالي زیانونه اړولې دي.

د ګازو یوه ټانکر د استوګنې په یوه کور کې چاودلی او د زوروې چاودنې او د اور د لمبو له امله د پېښې ځای ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.

د خوشحال خان مېنې پېښو ته د رسېدنې مسوول عنایت الله سبحاني وايي:«د ګاز د ډبې چاودنه وه چې د ګاز د تبدیلۍ په وخت کې چاودنه وکړه او درې کورونه یې ویجاړ کړي دي. زموږ د مجادلې ځواکونه وتوانېدل چې اور لګېدنه مهار کړي.»
     
دغه چاودنه، دومره زوروره وه چې د پېښې شاوخوا کورونه یې زیانمن کړي او د ځينو کورونو ښېښې یې ماتې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکی رسول یوسفي څرګندوي:«د ګاونډیانو ماشومان په کوټو کې ګیر پاتې وو او موږ هغوی بیرون کړل.»

د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې آمر طلوع نیوز ته وایي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

این تانکر گاز در یک خانه مسکونی منفجر شده است و شدت انفجار و شعله‌های آتش سبب شده اند که زیان‌های بزرگ مالی به بار آیند.

شریک یي کړئ