Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طلوع‌نیوز د مدني حرکت پای؛ خو ملاحظې لا هم پر ځای پاتې دي

لکه څنګه چې ټول پوهېږي، د طلوع نیوز نارینه ویاندویان د ټلوېزیون پر پرده د ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو د حکم په هکله په اتفاق په یوه مدني حرکت کې له تېرې یکشنبې راهیسې ماسکونه کاروي.

د دغه مدني حرکت موخه، له ښځینه ویاندویانو سره د ملاتړ ترڅنګ، د دغه حکم په تړاو زموږ ملاحظې ته د چارواکو د پام اړول و.

 نن چې د دغه مدني حرکت وروستۍ ورځ ده، موږ یو وار بیا خپله ملاحظه په روښانه توګه تکراروو، داسې چې له دې حرکته د طلوع نیوز موخه، کله هم د حجاب له فرمان نه سرغړونه نه وه. د دې کره ثبوت دا دی چې زموږ ټولو همکارانو په خپل وخت دغه فرمان عملي کړ. 

زموږ اصلي ملاحظه د ښځينه ویاندویانو د مخ پټولو په هکله د دغه فرمان د تفسیر پر بڼه ده. موږ دا ګڼو چې د مخ پټولو په رابطه د حجاب په تعریف کې توپیر شته چې باید پام ورته وشي.

که څه هم چې موږ نن چهارشنبه، خپل دغه مدني حرکت پای ته رسوو خو ملاحظې مو لا هم پر خپل ځای پاتې دي. تمه مو دا ده چې د سرپرست حکومت اړونده ادارې او چارواکي مو غږ واوري او زموږ اندېښنو ته پام وکړي.

د ټلوېزیون پر پرده د ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو د حکم په هکله په اعتراضي توګه د طلوع نیوز د نرینه ویاندویانو د مخ پټولو مدني حرکت پای؛ خو د دغه ټلوېزیون ملاحظې پر خپل ځای دي.

Thumbnail

لکه څنګه چې ټول پوهېږي، د طلوع نیوز نارینه ویاندویان د ټلوېزیون پر پرده د ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو د حکم په هکله په اتفاق په یوه مدني حرکت کې له تېرې یکشنبې راهیسې ماسکونه کاروي.

د دغه مدني حرکت موخه، له ښځینه ویاندویانو سره د ملاتړ ترڅنګ، د دغه حکم په تړاو زموږ ملاحظې ته د چارواکو د پام اړول و.

 نن چې د دغه مدني حرکت وروستۍ ورځ ده، موږ یو وار بیا خپله ملاحظه په روښانه توګه تکراروو، داسې چې له دې حرکته د طلوع نیوز موخه، کله هم د حجاب له فرمان نه سرغړونه نه وه. د دې کره ثبوت دا دی چې زموږ ټولو همکارانو په خپل وخت دغه فرمان عملي کړ. 

زموږ اصلي ملاحظه د ښځينه ویاندویانو د مخ پټولو په هکله د دغه فرمان د تفسیر پر بڼه ده. موږ دا ګڼو چې د مخ پټولو په رابطه د حجاب په تعریف کې توپیر شته چې باید پام ورته وشي.

که څه هم چې موږ نن چهارشنبه، خپل دغه مدني حرکت پای ته رسوو خو ملاحظې مو لا هم پر خپل ځای پاتې دي. تمه مو دا ده چې د سرپرست حکومت اړونده ادارې او چارواکي مو غږ واوري او زموږ اندېښنو ته پام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه