د برېټانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ګواښ کړی دی چې په افغانستان کې د نوي حکومت هر ډول څنډې ته کېدل، د دغه هېواد خلکو ته به ډېر زیان ورسوي.
د برېتانیا پارلمان په دغه ۶۶ مخیز رپوټ کې د وروستیو درېیو کلونو یعنې په افغانستان کې د ۲۰۲۰، ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو پېښې ارزولي دي.
د دغه رپوټ موندنې ښيي، چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو مخکې او د لېږد د بهیر پر مهال د مشرتابه په کچه بنسټيز پلان نه درلود او د افغانستان د مخکیني حکومت پر پوځيانو یې تکیه کړې وه.
د برېټانیا پارلمان په رپوټ کې راغلي دي:«د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په جولای میاشت کې په افغانستان کې په پوځي توګه د بري لپاره هېڅ فرصت نه و، خو څو اوونۍ وروسته په کابل کې د برېڼانیا او د هغې د متحدانو په مشرتایه کې یوه لویه تشه رامنځته شوه، وروسته د پوځي تشې پرتله د سیاسي تشې ډکولو ته پاملرنه ډېره شوه. برېټانیا تر ډېره په افغان ځواکونو متکي وه او له همدې امله ډېر کارونه ترسره نه شول او د ماتې او د ماموریت د ناکامېدو لامل شول.»
د برېتانیا پارلمان وایي، چې باید د دغه هېواد حکومت په راتلونکې کې له افغانستان سره د تعامل لرلو لپاره جدي تګلاره ولري.
د برېتانیا پارلمان خبرداری ورکوي، چې د افغانستان د نوي حکومت څنډې ته کول به تر ډېره د دغه هېواد خلکو ته زیان ورسوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«موږ هیله لرو چې امریکا، برېټانیا او نور لوېدیځ هېوادونه وکړای شي پرېکړه وکړي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره رسماً تعامل ته داخل شي.»
په دغه رپوټ کې راغلي دي،چې نړۍواله ټولنه باید اوسنی حکومت د هغه څه له امله مسوول وبولي چې ترسره کوي یې.
د سیاسي چارو طارق فرهادي څرګندوي:«د برېټانوی رپوټ د دې ښودنه کوي چې د وتلو ضرالاجل د امریکا له خوا تعیینېږي او حتا د اګست ۳۱مه نېټه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه انګلستان مجور و چې تعقیب یې کړي.»
دغه رپوټ له افغانستانه د برېټانیايي ځواکونو وتل ناورین او د دغه هېواد له متحد انو سره خیانت بللی دی.
په دغه رپوټ کې راغلي دي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل به په راتلونکو کلونو کې د دغه هېواد ګټو ته زیان ورسوي.
په دې اړه مو اندونه