Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات ښاروالي: د ژوندیو انځورونو چاپولو په اړه ناسم پوهاوی شوی

په تبلیغاتي لیک‌دړو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو چاپولو په اړه د هرات ښاروالۍ تازه حکم په‌دې ولایت کې د چاپ‌خونو مسوولانو له غبرګون سره مخ شوی دی.

د هرات ښاروالۍ له‌خوا چاپ‌خونو ته په یوه استول شوي حکم کې ویل شوي چې له دې وروسته په چاپ او تبلیغاتي لیک‌دړو کې د ژوندیو موجوداتو انځورونو له چاپولو ډډه وشي.

په هرات کې د یوې چاپ‌خونې مسوول ایمل هاشمي وايي: «پرون موږ د ته هرات ښاروالۍ له لوري یو مکتوب رارسېدلی دی چې په لیک‌دړو او بېنرونو کې د انسان او حیوان په څېر د ژوندیو موجوداتو انځورونه نه‌شئ کولای چاپ کړئ.»

خو په هرات کې د یو شمېر چاپ‌خونو مسوولان وايي، د ژوندیو موجوداتو له انځورونو پرته د تبلیغاتي لیک‌دړو چاپول ناشوني دي.

په هرات کې د چاپ‌خونې یو کارکوونکی مهاج وايي: «خلک تر ډېره بریده د انځور پر بنسټ پیغام اخلي، که چېرې انځور نه‌وي، خلک نه‌ پوهېږي، په همدې خاطر په لیک‌دړو کې انځور اړین دی. ډېر پیغام رسول د انځور له لارې کېږي.»

خو د هرات ښاروالي وايي، چاپ‌خونو ته د دې ادارې لیک یو ناسم پوهاوی دی. د هرات ښاروال په وینا، د چاپخونو له‌خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د چاپ پر وړاندې هېڅ محدودیت نه‌شته.

د هرات ښاروال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي: «د مکتوب په لیکلو کې یو ناسم پوهاوی شوی وو، موږ له چا او چاپ‌خونو سره کار نه‌لرو او یوازې او یوازې د ښاروالۍ له چاپېریال سره مو اړیکه ده.»

د هرات ښاروالۍ په لیک کې راغلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شفاهي حکم له مخې د ژوندیو موجوداتو د انځورو چاپ د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف کار دی او باید ودرول شي، خو د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس پر خپل ټويټر لیکلي چې د چاپ‌خونو له لوري د ژوندیو موجوداتو د عکسونو د چاپ مخنیوی واقعیت نه‌لري او دا اداره یې ردوي.

د هرات ښاروالۍ له‌خوا چاپ‌خونو ته یو لېږل شوي حکم کې ویل شوي چې له دې وروسته په چاپ او تبلیغاتي لیک‌دړو کې د ژوندیو موجوداتو انځورونو له چاپولو ډډه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه