Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ریچارډ بېنېټ د افغانستان د بشري حقونو وضعیت "اندېښمنوونکی" وباله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي افغانستان ته د خپل یوولس ورځني سفر له پای‌ته رسېدو وروسته، خپلې لومړنۍ موندنې په ډاګه کړې. نوموړي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې د بشري حقونو پر ستونزو غور وکړي.

د افغانستان  لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي: «د نجونو پرمخ د ښوونځيو تړل کېدل، سخت کاري خنډونه، په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د مشارکت د فرصت نه‌شتوالی، د بیان پر ازادۍ، تګ-راتګ او غونډو محدودیتونه، د محرم د لرلو فرمانونه، د سخت حجاب عملي کېدل او په کورونو کې پاتې کېدل جنسیتي توپیر دی او موخه یې له ټولنې د ښځو ورکول دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دغه راز د مخکیني حکومت د ځينو پوځیانو د وژل کېدو په تړاو پر ادعاوو اندېښنه څرګندوي، خو د دې ادعاوو د تایید او یا رد په تړاو څه نه وایي.

د افغانستان  لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپورورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي: «زه دغه راز د خپل سرو نیوونو، د قانون پر خلاف وژنو، شکنجې او په پنجشیر او د هېواد په ځینو نورو هغو سیمو کې چې د اوسنیو امنیتي ځواکونو او مقاومت جبهې تر منځ د جګړې شاهدې دي، د اجباري بې‌ځایه کولو په ګډون د هغو شویو اعاوو په تړاو چې تاییدۍ ته اړتیا لري، اندېښمن یم.»

نوموړي د بشري حقونو پر وضعیت غور او په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدل د هېواد د اوسني وضعیت یوازینۍ حل لاره ګڼي.

د افغانستان  لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپورورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي: «طالبان پر یوې څلورې کې لاره ولاړ دي. یا به ټولنه باثباته کېږي او هر افغان به له خپلواکۍ او ثباته برخمنېږي او یا به ورځ تر بلې هغوی محدود کړای شي. که د نجونو د ښوونځیو د ژر پرانېستلو، د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو او د خبرو د لارې د اوارېدو او د نارضایتو د پای‌ته رسولو معیارونه برابر شي، ښايي د بې‌ثباتۍ او کړاو خطرونه پای‌ته ورسېږي.»

خو کابل وایي، د هېوادوالو حقونه خوندي دي او په‌دې تړاو خپاره شوي راپورونه باید پر واقعیتونو ولاړ وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنگانی وايي: «په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه راپورونه باید عیني او حقیقي وضعیت ته په کتو خپاره شي او همداراز دیني او د افغانانو کلتوري ارزښتونو ته په کتو باید جوړ شي.»

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره به کتنه کې له هغه غوښتې دي،چې په خپل راپور کې د افغانستان د وضعیت د واقعي تصویر د وړاندې کولو ترڅنګ اوسنی وضعیت له تېر سره پرتله کړي،څو مثبت بدلونونه په پام کې ونیول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه