Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه

د پنج‌شنبې او جمعې په ورځو د تاجکستان پلازمېنه د افغانستان په تړاو د یوې دوه ورځنۍ امنیتي غونډې کوربتوب کوي.

د تاجکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ په‌دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران ګډون کوي.

د دې غونډې بحث به د افغانستان او سیمې پر امنیتي مسایلو ورټول وي.

پخوانی ډيپلوماټ سید نورالله راغي وايي: «په تاجکستان کې د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د غونډې پر مهال به د درې اساسي موضوعاتو په اړه خبرې وشي. لومړی په افغانستان کې د ترهګرې د پراخېدو په اړه اندېښنه چې د راپورونو له مخې د پراخېدو په حال کې ده، دویمه موضوع د مخدره توکو قاچاق چې د راپورونو پر اساس دا موضوع هم د پراخېدو په حال کې ده او د سیمې هېوادونو ته د کډوالو تلل.»

بل‌خوا د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي، د دې غونډې پر مهال به په افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو او د ښځو د حقونو په تړاو هم خبرې وشي.

د امنیتي چارو شنونکی ثمر سادات وايي: «مجلس به پر دې هکله وي چې دوی به په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړي، څو د افغانستان د ثبات سبب شي او ملي، سیمه‌ییز او نړیواله اجماع منځ‌ته راشي.»

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده په‌دې اړه وايي: «د افغانستان وضعیت ته په کتو اوس چې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونه هر ډول ناسته جوړوي، د ستاینې او ملاتړ وړ ده، خو باید په یاد مو وي چې د ګاونډي او د سیمې هېوادونو تل د افغانستان په اړه عمودي او نابرابر سیاست غوره کړی دی.»

ورته مها کابل د دې غونډې په غبرګون کې یوځل بیا ډاډ ورکوي،چې اسلامي امارت به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېڅ هېواد پر وړاندې کار واخېستل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنگانی وايي: «اسلامي امارت هغه غونډو ته چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانستان په اړه جوړېږي، په درنه سترګه ورته ګوري. په ټوله کې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی.»

تر دې وړاندې ازبکستان هم ویلي وو چې ټاکل شوې ده د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه کړي. دا غونډه په داسې مهال جوړېږي چې روسیې په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تېره د داعش ډلې د فعالیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، خو کابل دا ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.

د تاجکستان غونډه داسې مهال جوړېږي چې روسیې په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په تېره د داعش ډلې د فعالیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، خو کابل دا ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه