د امریکا مالیې یا خزانې وزارت د کمال نبيزاده په نوم د یوه افغان سوداګر نوم د دې هېواد د بندیزونو په نوملړ کې اضافه کړی دی.
د پیسو مینځلو او مالي جرمنو د متخصصانو یو غړي په وینا، پهدې نوملړ کې هغه کسان اضافه کېږي چې د ایران له سپاه پاسداران او روسیې سره اړیکې ولري.
د پیسو مینځلو او مالي جرمنو د متخصصانو غړی سیر قریشي وايي: «پهدې نوملړ کې اضافه کېدل د دې لامل کېږي چې ټوله شتمنۍ، د شمتنۍ ګټه او ټولې چارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په یاد کس پورې تړاو لري، بندې شوې او د خزانې وزارت د شتمنیو بهرني کنټرول دفتر ته به راپور ورکول کېږي.»
بل پلو په هغه اعلامیه کې چې د نبيزاده شرکت له لوري خپره شوې، دا ټول تورونه بېبنسټه بلل شوي او زیاته شوې چې دا تورونه سیاسي انګېزه لري.
د اقتصادي مسایلو یو شمېر کارپوهان پهدې باور دي چې په دا ډول نوملړونو کې د هېواد سوداګرو ډېرېدل د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «زما په اند دا بحث یو سیاسي اړخ لري او امریکا په یو ډول غواړي پهدې سره کورني او یا د افغانانو اړوند شرکتونو تر خپل فشار لاندې ونیسي، څو اقتصادي فعالیتونه یې محدود کړي.»
د سیاسي چارو کارپوه سکیب میر وايي: «د امریکا په تور نوملړ کې د افغانستان د ووتلو شرکتونو ډېرېدل چې په افغانستان خپله له ستر اقتصادي کړکېچ سره سره لاس او ګرېوان دی، کولای شي د افغانستان اقتصاد او خصوصي سکټور ته لا ډېر زیان واړوي.»
د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې د روسیې، لبنان، ایران او ترکیې تر څنګ د یو شمېر نورو هېوادونو سوداګرو نومونه هم اضافه شوې دي.
په دې اړه مو اندونه