Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاجکستان په پلازمېنه کې د افغانستان په اړه د امنیتي غونډې پای

د تاجکستان پلازمینه دوشنبه نن د جمعې په ورځ د افغانستان او سیمې په اړه د امنیتي ناستې د ورستۍ ورځ کوربه وه.

د ایران د ملي امنیت شورا د منشي په وینا، په افغانستان کې امنیتي مسایل او له ترهګرۍ سره مبارزه د یادې ناستې له مهمو بحثونو څخه وو چې په‌دې غونډه کې پرې خبرې وشوې.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني وايي: «په افغانستان کې د امنیت په اړه د مهمو مسایلو لکه ترورېزم، د تروریزم پر وړاندې مبارزې، د افغانستان کورنۍ وضعیت، افغان کډوالو او د افغانستان په چارو کې له سیمې هاخوا هېوادونو د لاسوهنو په اړه بحث او خبرې وشوې.»

خو د افغانستان په اړه د دې رازغونډو جوړول به د هېواد لپاره څه ګټه ولري؟

د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب وايي: «د تاجکستان ناسته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې، دا ناسته چې ګټه افغانانو ته یې ورسېږي، تر ډېره بریده د دې هېوادونو له سیاسي ګټو ملاتړ کوي.»

د دغې امنیتي غوندې په دویمه برخه کې چې د سیمې هیوادونو د امنیت په تړاو وه، رسنیو ته د خبري پوښښ اجازه ورنکړل شوه او ګډون کوونکو د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان حکومت دې ته چمتو نه‌شو چې د ان د نړۍ یوې غوښتنې ته په ځانګړي ډول د ټولګډونه حکومت، د ښوونځیو د پرانیستلو او نورو په اړه مثبت ځواب ورکړي او له بلې خوا د نړۍ هې هېواد چمتو نه‌شو چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.»

بل لور ته کابل د افغانستان په محوریت د داوړ غونډو جوړېدل ستايي.

د اسلامي امارت یوه ویاند پرون (پنج‌شنبه) یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه‌خیستل شي.

بل لور ته کابل د افغانستان په محوریت د دا ډول غونډو جوړېدل ستايي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه‌خیستل شي.

Thumbnail

د تاجکستان پلازمینه دوشنبه نن د جمعې په ورځ د افغانستان او سیمې په اړه د امنیتي ناستې د ورستۍ ورځ کوربه وه.

د ایران د ملي امنیت شورا د منشي په وینا، په افغانستان کې امنیتي مسایل او له ترهګرۍ سره مبارزه د یادې ناستې له مهمو بحثونو څخه وو چې په‌دې غونډه کې پرې خبرې وشوې.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني وايي: «په افغانستان کې د امنیت په اړه د مهمو مسایلو لکه ترورېزم، د تروریزم پر وړاندې مبارزې، د افغانستان کورنۍ وضعیت، افغان کډوالو او د افغانستان په چارو کې له سیمې هاخوا هېوادونو د لاسوهنو په اړه بحث او خبرې وشوې.»

خو د افغانستان په اړه د دې رازغونډو جوړول به د هېواد لپاره څه ګټه ولري؟

د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب وايي: «د تاجکستان ناسته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې، دا ناسته چې ګټه افغانانو ته یې ورسېږي، تر ډېره بریده د دې هېوادونو له سیاسي ګټو ملاتړ کوي.»

د دغې امنیتي غوندې په دویمه برخه کې چې د سیمې هیوادونو د امنیت په تړاو وه، رسنیو ته د خبري پوښښ اجازه ورنکړل شوه او ګډون کوونکو د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان حکومت دې ته چمتو نه‌شو چې د ان د نړۍ یوې غوښتنې ته په ځانګړي ډول د ټولګډونه حکومت، د ښوونځیو د پرانیستلو او نورو په اړه مثبت ځواب ورکړي او له بلې خوا د نړۍ هې هېواد چمتو نه‌شو چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.»

بل لور ته کابل د افغانستان په محوریت د داوړ غونډو جوړېدل ستايي.

د اسلامي امارت یوه ویاند پرون (پنج‌شنبه) یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه‌خیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه