Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت رامنځته شي'

د تاجیکستان د پلازمینې دوشنبې په کوربتوب د افغانستان په تړاو د اتو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو، په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو، د بشري حقونو پر رعایت، او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

په دغې غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

د تاجیکستان د ناستې د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د سیمې هېوادونو اندېښنې څرګندې کړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کېږي، دغو هېوادونو هیله څرګنده کړې چې په دغه هېواد کې به سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ښه شي، هغوی په حکومت کې د ټولو قومونو د ونډې پر لرلو هم ټینګار وکړ.» 

د بشري حقونو مراعات کول، له ترهګرو ډلو او نشه يي توکو سره مبارزه او افغانستان ته د بشري مرستو رسول هم هغه مسایل وو چې په دغې غونډه کې ورباندې بحث او خبرې وشوې.

په دغه اعلامیه کې دغه راز راغلي چې افغانستان باید د ترهګرو پر امن پتڼ ځای بدل نه شي.

د نظامي چارو کارپوه اسدالله ندیم په دې هکله وايي:«په هغه صورت کې چې دوی پر خپلو لفظي ژمنو ژمن پاتې شي؛ کولای شي چې د افغانستان پر وضعیت اغېز وکړي؛ خو دغه هېوادونه په افغانستان کې مختلفې ګټې او موخې لري؛ حتا په ځينو موردونو کې له یو بل سره په ټکر کې دي له همدې امله د دغو هېوادونو پرېکړې د یوې لفظي ژمنې په کچه دي.»

خو کابل د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د تاجیکستان د غونډې د ګډونوالو اندېښنې نه مني او وایي اجازه نه ورکوي چې افغانستان د هېوادونو د سیالیو پر ډګر بدل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«د هېواد د وضعیت په هکله اندېښنې څرګندېږي او موږ نه غواړو چې زموږ هېواد د هېوادونو د سیالیو ډګر وي او اجازه نه ورکوو چې زموږ په هېواد کې کوم خوځښت موجود وي چې زموږ له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه وي.»

د تاجیکستان په غونډه کې د روسیې، چین او ایران په ګډون د اتو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د هند د ملي امنیت سلاکار وویل چې هېواد یې په افغانستان کې یو له مهمو شریکانو څخه دی او ټینګار یې وکړ چې هېڅ مسله له افغانانو سره د هند اړیکې نه شي بدلولای.

د تاجیکستان د امنیتي غونډې د روسیې، چین او ایران په ګډون د اتو هېوادونو سلاکارانو ګډون کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه