Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مخ یې مه پټوئ کمپاین؛ د ښځینه ویاندویانو د مخ له پټولو سره مخالفت

د خواله رسینو ځينو کارونکو له څو ورځو راهیسې د «هغه مخ مه پټوئ» تر نامه لاندې کمپاین په لاره اچولی دی.

هغوی په دغه کمپاین کې د افغانستان په ټلوېزیونونو کې د ښځیه ویاندویانو د مخ پټول د ښځو د لومړنیو حقونو یا د هویت د حق نقض ګڼي.

د افغانستان په ټلوېزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخ د پټېدو د امر له پلي کېدو یوه ورځ وروسته د ټلوېزیونونو نارینه وو ویاندویانو هم درې ورځې ماسک وتاړه او له هغوی سره یې خپل پېوستون اعلان کړ.

مخ یې مه پټوئ، کمپاین هم په خورا چټکۍ سره د ټولنیزو رسنیو له کورنیو کاروونکو نه بهرنیو کاروونکو ته ورسېد او په ټولنیز شبکو کې یې پراخ انعکاس وموند.

کورنیو او بهرنیو خبریالانو په ټوېټر او فېسبوک کې د افغانستان د ټلوېزیونونو د ښځینه ویاندویانو د مخ پټو عکسونو په خپرولو سره دغه کمپاین لا پسې پراخ کړ.

خبریاله سهیلا یوسفي وايي:«کله چې موږ خپرونه اجرا کوو په کره توګه د کلماتو او ویونو ادا کول مهم دي، ولې د ماسک اغوستل هغه هم په یوې تړلې فضا کې زموږ لپاره واقعاً اندېښمنوونکې ده او خپلو مخاطبینو ته ښه تصور نه شو وړاندې کولای.»

د #freeherface یا مخ یې مه پټوئ کمپاین، د تېرې دوشنبې په ورځ پېل شوې چې شپږمې ورځې ته رسېدلې دی.

د ټولنیزو رسنیو کارونکي دغه امر د ښځو د لومړنيو حقونو او هویت نقض بللی دی.

د بشري حقونو فعاله فرح مصطفوي وویل:«که چېرې دغه لړۍ همدا ډول دوام وکړي موږ به په افغانستان کې د اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو څانګو او د بیخ بیناوو د ځوړ شاهد واوسو.»

بل خوا د معتبرو کورنیو او بهرنیو ټلوېزیونونو ویاندویان او ځیني جګپوړي بهرني چارواکي هم د ماسک په تړلو سره له دغه کمپاین سره یوځای شول او د دغه حکم د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د نورو اسلامي هېوادونو د ټلویزیونونو د ښځينه ویاندویانو د عکسونو او دغه راز د حج د مراسمو د ویډیوګانو په خپرولو سره چې ښيي ښځې او سړي یوځای د خدای کور ته ځي، د فتواګانو په پلي کېدو کې پر دوو برخو د مسلمانو مشرانو وېشل کېدو ته هک حیران شول.

تر هغه وروسته چې د بشري حقونو د څار سازمان د هېواد د ټلوېزیوني خپرونو د ښځینه چلوونکو د ملاتړ له کمپاین سره یوځای شو، نورو دولتونو هم د افغان ښځو د ملاتړ د دغه کمپاین ملاتړ ته راودانګل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه