Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګرو ملتونو سازمان: القاعده له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري

ملګرو ملتونو سازمان په یوه نوي رپوټ کې ویلي دي چې القاعده ډله له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دغه ۲۷ مخیز رپوټ کې په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلو د حضور او فعالیتونو د څرنګوالي په اړه څرګندونې شوې دي. او همدارنګه راغلي دي چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د اسلامي امارت له مشر سره بیعت کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«طالبان لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري. القاعده خپله بریا لمانځي او له هېبت الله سره یې خپل بیعت بیا تازه کړی دی. د غړو هېوادونو ارزونې د دې ښکارندويي کوي چې، القاعده تر کنټرول لاندې په یوه امن ځای کې ده او د تېر پر تله یې آزادي هم ډېره شوې ده. د القاعدې رهبر ایمن الظواهري له اګست میاشتې وروسته ډېر پیغامونه خپاره کړي او دا د دغې  ډلې د ډېرو  فعالیتونو ښکارندويي کوي.»

په دغه رپوټ دا ادعا هم شوې ده چې القاعده دم‎ګړۍ له ۱۸۰ تر ۴۰۰ جنګیالي لري او دغه جنګیالي هم د هند، بنګله دېش، میانمار او پاکستان دي او په غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، زابل او پکتیکا کې فعالیتونه لري.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي څرګندوي:«د بن لادن له وژل کېدو وروسته، القاعده په یوې ورستې شوې ډلې بدله شوې او په حقیقت کې نړۍ ته کوم مهم خطر نه دی. له الظواهري وروسته چې یو سپین ږیری سړی دی د القاعدې کوم ځوان مشر په کې نشته.»

اسلامي امارت لا تر اوسه د دغه راپور په اړه څه څرګندونه نه ده کړې؛ خو تر دې مخکې یې ویلي و چې، په افغانستان کې به هېڅ ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر اسحاق ګیلاني وايي:«د اسلامي امارت لپاره پلمې دي او اسلامي امارت باید خپل هماغه خپله کرښه معلومه کړي چې ایا له القاعدې سره دغه اړیکې لري که نه؟ که چېرې لري و دې وايي او که نه یې لري باید په څرګنده یې رد کړي او ترهګرې دلې چې ویل کېږي په افغانستان کې دي، دا د افغانستان له خاورې بهر کړي چې خلک د نړۍوالې ټولنې تر فشار لاندې را نه شي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه راپور په یوې برخه همدا شان ادعا شوې ده چې، ځینې طالبان د مقاومت په نامه د یوې جبهې خطر د داعش تر ګواښه جدي ګڼي؛ خو یو شمېر نور یې بیا داعش د اوږد مهال لپاره یو جدي ګواښ ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه