Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېسټ په ترکیه کې له افغان سیاستوالو، خبریالانو او ښځو سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په ترکیه کې له ځينو افغان سیاستوالو، خبریالانو او ښځو سره په جلا جلا توګه لیدلي دي.

ځينې سیاستوال وايي چې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او له اوسني وضعیته د افغانستان بهر کېدل د دوی د لیدو له اصلي چورلیزونو څخه وو.

په افغانستان کې د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاستوالو، ښځو او خبریالانو سره کتلي دي.

سره له دې چې، لا تر اوسه ټوماس وېسټ د دغو لیدونو جزییات نه دي خپاره کړي؛ خو یو شمېر هغه کسان چې ورسره یې لیدلي وايي، په دې کتنو کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو او له اوسني وضعیته د وتنې پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مرستیال محمد ناطقي وايي:«موږ پر دې ټینګار لرلی چې باید مذاکره وشي. پر هغو اصولو چې دواړه لوري پرې باور لري، په لومړي پړاو کې هوکړه وشي او وروسته د ملي مشارکت او ټول ګډونه حکومت په لور.»

د ولسي جرګې پخوانی غړی اقبال صافی هم څرګندوي:«د افغانستان او سیاستوالو د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا ډلې وړاندیز دا وو چې موږ د دوحې د مذاکراتو دوام غواړو؛ یوې ژورې سیاسي حل لارې ته رسېدل، د لنډ مهالي حکومت په لور تګ او د ټاکنو ترسراوی زموږ غوښتنې وې.»

محمد محقق هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د مقاومت په نامه د عالي شورا د غړو ګوندونو له استازو سره هم کتلي دي.

دغه شورا څه موده مخکې په ترکیه کې د یو شمېر افغان ګوندونو له لوري جوړه شوې ده.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي:«طالبانو ته د ځواکمنو سګنالونو ورکړه ده چې موږ د افغانستان پر واقعیتونو خبر یوو؛ پر دې بنسټ باید په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت جوړ شي چې د افغانستان له واقعیتونو استازیتوب وکړي.»

خو په دې اړه د اسلامي امارت غبرګون څه دی؟

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«د اړیکو او تماس کمېسیون د همدې چارې په پار جوړ شوی د هغو کسانو ستونزې چې ملاحظې لري په پام کې ونیول شي او هغوی دې ته اړ باسي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.»

اسلامي امارت په دې وروستیو کې د افغان سیاستوالو او نورو شخصیتونو د راستنېدو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ؛ خو لا تر اوسه روښانه نه ده چې، یاد کسان به د دغه کمېسیون غوښتنې ته څه ځواب ورکړي.
 
کابل د دغو لیدو کتو په غبرګون کې وايي چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون به له هېواده بهر د افغانانو ملاحظو ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه