د هرات د پاشدان بند پروژې مسوولین وايي چې د دغه بند د کار له لس میاشتني ځنډ وروسته، د اوبو د دغه بند دېوال او ډېری کانالونه زیانمن شوي دي.
د دوی په وینا، د پاشدان بند د کار په درېدو سره کابو یو زر او ۳۰۰ تنه وزګار شوي دي. د دې بند د کار د درېدو لامل د بودیجې نشتوالی او د سرپرست حکومت له خوا ورته نه پاملرنه بلل کېږي.
د اوبو او برېښنا د دغه بند څه د پاسه اتیا سلنه کار بشپړ شوی دی.
د پاشدان بند پروژې د تدارکاتو مدیر عبدالصبور نادري وايي:«کانالونه او په خپله د بند دېوال ته ډېر زیان رسېدلی دی، که چېرې په راتلوونکي کې د دغې ملي پروژې کار بیا پیل نه شي، تاسې به د دغو ویجاړو د ډېرېدو شاهد وئ.»
د کار تر درېدو وړاندې په دغه بند کې څه د پاسه یو زر او ۳۰۰ تنو کاریګرو او مسلکي کارکوونکو کار کاوه خو اوس یوازې څلوېښت تنه د بند او ودانیزو وسایلو د ساتنې او څارنې په موخه په دغه پروژه کې پاتې دي.
د پاشدان بند د کارګرانو سرپرست داوود وویل:«لس میاشتې کېږي چې د پاشدان بند پروژه درېدلې ده او نیمايي دغه کسان ایران ته تللي دي او نور یې نورو هېوادونو ته تللي دي.»
د پاشدان بند کارګر حبیب الله هم وايي:«مو له اسلامي امارته غواړو چې ژر تر ژره کار پیل کړي چې کاګران بېرته خپلو کارونو ته راشي.»
یو شمېر کروندګر چې د اوبو د کمښت له امله یې کروندې او بڼونه زیانمن شوي، د دغې پروژې د کار د بشپړېدو غوښتونکي دي.
کروندګر حلیم څرګنده کړه:«زموږ ټوله ګرونده د اوبو له نشتونه وسوځېده، غواړو بېرته کار پیل شي چې زموږ کښت او کرونده خړوبه شي.»
د هرات د سیندونو برخې مسوولین وایي چې د روان کال په پرمختیايي بودیجه کې، پاشدان بند په لومړیتوب کې دی.
د هرات د سیندیزې حوزې رییس عبدالولي مزمل وايي:«هیلې ورکړل شوې دي چې د پاشدان بند کار به په لومړیتوب کې وي.»
پاشدان بند د هرات ښارختیځ لور او په شل کیلومترۍ واټن کې کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري. دا بند د ۵۴ میلیون متر مکعبه اوبو او د څه د پاسه دیارلس زره هکتاره ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري. دا بند همداراز د دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
په دې اړه مو اندونه