Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وېسټ: افغان سیاسي مشران تاوتریخوالی د اوسني کړکېچ حل لار نه ګڼي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تماس وېسټ د افغانستان په تړاو د خپلو سفرونو تازه پړاو پېل کړی دی. هغه وايي چې د افغانستان سیاسي مشران تاوتریخوالی د افغانستان د اوسني کړکېچ حل لار نه ګڼي او د یوه سیاسي بهیر په رامنځته کېدو ټينګار کوي.

ښاغلي وېسټ په یو لړ ټوېټونو کې لیکلي دي، چې د دغو سفرونو په لړ کې یې په ازبیکستان او ترکیه کې له ځینو افغان سیاستوالو، د مخکیني حکومت له چارواکو، سوداګرو، مېرمنو او خبریالانو سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي:«هغو مشرانو چې د دې اوونۍ په وروستیو کې موږ ورسره وکتل، باور درلود چې تاوتریخوالی د افغانستان د خلکو لپاره حل لار نه ده. هغوی له سیاسي لارې تعامل غوره وباله. د افغانستان تېر یوازې په تېرو شلو کلونو پورې نه بلکې په تېرو ۴۴ کلونو پورې تړلی دی. زموږ ډېرې خبرې د افغانستان پر راتلونکې راټولې وې.»
           
ورته مهال د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو څرګندوي:«په افغانستان کې له شته ننګونو څخه د وتلو لپاره دوی دې وکړای شي چې یوه مناسبه کړنلار پيدا کړي.»

د رپوټونو له مخې، ټاکل شوې ده، ټوماس وېسټ په تاجیکستان کې هم له یو شمېر افغان سیاستوالو سره وګوري.
       
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان وویل:«هڅه کوي چې یو ډول مذاکرات پیل کړي ترڅو هغه سیاستوال چې له حکومته بهر دي په حکومت کې شامل کړي.»

بل خوا کابل د تفاهم او مذاکرې لپاره د خپل چمتوالي خبره کوي او وایي چې د افغانستان د مسایلو په تړاو به د اوسني حکومت له لوري د نورو اړخونو په تفاهم پرېکړې وشي.
         
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د افغانستان په هکله پرېکړې د افغانستان د دولت له خوا له ټولو خلکو سره په تفاهم کې کېږي؛ د افغانستان اسلامي امارت لکه څرنګه چې په تېرو کې په تفاهم یې باور درلود بیا هم باور لري او چمتو دی چې په دې برخه کې له هر چا سره خبرې ولري.»

بل خوا د تاجیکستان او ایران ولسمشران په تهران کې په یوې ګډې خبرې غونډه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.
 
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي څرګندوي:«په افغانستان کې دې حتماً ډول ګډونه او داسې دولت وي چې له ټولو ګوندونو، ډلو او قومونو استازیتوب وکړي،»
  
د تاجیکستان ولسمشر امام علي الرحمان هم وویل:«زموږ دریځ دا دی چې د ټولو قومي، سیاسي او ټولنیزو ډلو د استازو له ګډون سره د ټول ګډونه حکومت جوړېدل به په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لامل وي.»

د ځينو ګاونډيو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې له لوري په وار وار په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو خبره شوې ده، خو اسلامي امارت د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو څرنګوالی د افغانستان کورنۍ مسله ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه