Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځينو سیاسي څېرو د بېرته راستنېدو په هکله د تماس کمېسیون خوشبیني

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي چې ځینو سیاسي څېرو، او د وزیرانو او والیانو په ګډون د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو د دغه کمېسیون بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.

د دغه کمېسیون ویاند وايي هغه سیاستوال چې بېره هېواد ته راستنېږي، کولای شي د سرپرست حکومت د پالیسۍ پر بنسټ په هېواد کې سیاسي فعالیت ولري.
                         
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمد الله وثیق څرګندوي:«د تېر نظام د وزارتونو له ځينو مرستیالانو، والیانو، او د پارلمان او ولسي جرګې له ځینو غړو سره اړیکې نیول شوې دي. موږ دې ته خوشبینه یوو چې په نږدې راتلوونکي کې په خپله دغه کسان له رسنیو سره خبرې وکړي.»

ښاغلی وثیق وایي چې د دوشنبې په ورځ هم د ډاکټرانو او متخصصانو په ګډون اته تنه علمي کادرونه هېواد ته راستانه شوي دي. د ده په وینا لسګونه کسانو د دغه کمېسیون د راستنېدو فورم ډک کړی دی او هېواد ته د راستنېدو په تمه دي.

هېواد ته راستون شوی کس وايي:«موږ اوه کسانه یوځای راغلو او ځينې نور یوه ورځ مخکې راغلل، هغوی دلته موجود دي او زموږ ځينې متخصصین څه باندې دوه سوه تنو ته رسېږي.»

تر دې وړاندې یو شمېر سیاسي څېرو له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړېدل نمایشي بللي وو.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وویل:«له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړېدل یو مهم او بیړنۍ اقدام دی؛ د دې لپاره چې دغه کمېسیون وکړای شي نفوس لرونکي او د تېر حکومت سیاسیون لېواله چې بېرته هېواد ته راستانه شي، باید یوه څرګنده کړنلار ولري.»
                     
د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي هم څرګندوي:«د طالبانو د مخالفو سیاسي شخصیتونو ته دې ډاډ ورکړي چې په لنډه موده کې هېواد ته د هغوی د راستنېدو لامل شي، زما په اند دا کمېسیون کولای شي چې اغېزناک وي.»

بل خوا په وروستیو ورځو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ سیمې ته د خپلو سفرونو په لړ کې د هند، ترکیې، ازبیکستان او تاجیکستان په ګډون ځینو هېوادونو ته سفر کړی او له افغان سیاسي څېرو او خبریالانو سره یې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. د رپوټونو له مخې، ښاغلي وېسټ دمګړی د تاجیکستان په دوشنبه کې دی او ټاکل شوې ده،چې له احمد مسعود سره وګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه