Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېر حکومت د ټرانسپورټ مرستیال هېواد ته راستون شو

د تېر حکومت د ټرانسپورټ مرستیال حسن مبارک عزیزي چې د تېر حکومت له نسکورېدو یوه اوونۍ وروسته ترکیې ته تللی و، اوس له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په بلنه هېواد ته راستون شوی دی.

هغه وايي:«دا یوه معمولي خبره ده چې د تحولاتو په لومړیو ورځو کې، ډېرې ناخوالې وې. دوست او دښمن نه معلومېده، هر چا خپل سري پیل کړې وه او بېلابېلې ډلې په بېلابېلو نومونو کابل ته راغلې وې او د امنیت احساس مې نه کاوه او له همدې امله له افغانستانه بهر شوم.»

د ښاغلي عزیزي په وینا، ده په تېرو دوو لسیزو کې په بېلابېلو حکومتي پوستونو او دغه راز د ټرانسپورټ وزارت د سرپرست په توګه کار کړی دی. دی له اسلامي امارته ځينې غوښتنې هم لري.

د مخکیني حکومت د ټرانسپورټ وزارت معین حسن مبارک عزیزي څرګندوي:«د ټولو د ګټو او امنیت، ډاډ او ملي واکمنۍ څخه ډک ټیکاو او یو پیاوړی مرکزي حکومت چې د خلکو د ډاډ لامل شي باید په کار شي.»

که څه هم له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویلي دي چې د سیاسي څېرو د بېرته راستنېدو لپاره امنیتي تضمین ورکوي خو هغه سیاسي څېرې چې له هېواده بهر دي، دغو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

د مخکینۍ ولسي جرګې غړی ستار حسیني وايي:«هغه کمېسیون چې جوړ شوید د تېر حکومت سیاستوالو ته هېڅ ډول اجرايي ضمانت نه لري.»
                         
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«اوس د سترو او کوچنیو، ملکي او پوځي څېرو د بېرته راستنېدو زمینه برابره شوې ده او د راتګ لړۍ هم برابره ده، موږ هیله لرو چې په نږدې راتلوونکي کې د ډېرو نورو سیاسي څېرو د راتګ شاهد هم واوسوو.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په وینا،د دغه کمېسیون د کار له پېلېدو وروسته د علمي کادرونو، ډاکټرانو او نورو کارپوهانو په ګډون اته افغان شخصیتونه له لسو کلونو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کمېسیون وايي چې لسګونه تنه نورو کسان د دغه کمېسیون فورم ډک کړی دی او ډېر ژر به هېواد ته راستانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه