Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان پوهنتون درې ښځينه استادانې له دندو ګوښه کړل شوي

د بدخشان د پوهنتون درې ښځينه استادانې له دندو څخه ګوښه کړل شوې دي. د بدخشان پوهنتون مسوولان وايي چې دغه درې استادانې څه باندې لس میاشتې کېږي چې خپلو دندو ته نه دي راغلي او له دې امله له دندو څخه لېرې کېږي.

د هغه مکتوب پر بنسټ چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د بدخشان پوهنتون د ګومارنې او لېرې کولو کمېټې د یوې رسمي غونډې په لړ کې د دغو استادانو د ګوښه کولو پرېکړه کړې ده.

زده کړیالې لعل ماه حسرت وویل:«له پوهنتونه د ښځیه استادې لېرې کول د ښځینه زده کړیالانو د زده کړو په وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی او دغه کار د نجونو ناکامي زیاتوي.» 

بله زده کړیاله هنګامه هم وايي:«درې میاشتې کېږي چې زموږ درسونه پيل شوي دي، استاد مژده او استاد عالمیار هغه استادانې وې چې زموږ په پوهنځۍ کې یې تدریس کاوه، درې میاشتې کېږي چې دلته حضور نه لري.»

د اپه داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بدخشان د ټولو ښځينه استادانو د لېرې کېدو په هکله رپوټونه خپاره شوي وو. د بدخشان د پوهنتون ریاست وايي چې دغه استادان د دوامدارې ناسوبۍ له امله له دندو لېرې کړل شوې دي.

د بدخشان پوهنتون د مطبوعاتو مسوول صلاح الدین قاضي زاده څرګندوي:«د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې چې لس میاشتې کېږي، دغو استادانو دنده پرېښې ده. د پوهنتون د مشرتابه له لوري په ځلونو له دوی سره اړیکه نیولې چې راستنې شي، له بدغه مرغه راستنې نه شوې.»

فایزه درخانۍ د زراعت پوهنځي استاده، منیره عالمیار او مژده تابش د ټولنیزو علومو استادانې دي چې په دې وروستیو کې د بدخشان پوهنتون د مشرتابه له خوا لېرې کړل شوې دي.

که څه هم هڅه مو وکړه چې د ګوښه کړل شویو استادانو لیدلوری هم ترلاسه کړو، خو طلوع نیوز بریالی نه شو چې د دوی نظر ترلاسه کړي.

دم ګړۍ د بدخشان ولایت په پوهنتون کې نهه تنه نورې ښځينه استادانې په تدریس بوختې دي. 
 
د بدخشان د پوهنتون ریاست وايي چې دغه استادان د دوامدارې ناسوبۍ له امله له دندو لېرې کړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه