Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍ کې د بېزو چیچک ډېرېدل؛ افغانستان لا هم د تشخیص کیټونه نه‌لري

د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوال روغتیايي سازمان په همکارۍ به ډېر ژر افغانستان ته د بېزو چیچک ویروس تشخیصي کیټونه راورسېږي.

چارواکي وايي، هغه کټونه چې کولای شي یاد ویروس تشخیص کړي اوس‌مهال په هېواد کې نه‌شته او دوی په‌دې برخه کې له روغتیا نړیوال سازمانه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي: «د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پر مهال چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته د «پي‌سي‌ار» کيټونه ورکړل شوي، د بيزو چیچک د کیټونو تر رسېدو پورې، دا ماشیونونه کولای د بیزو چیچک د ویروس تشخیص توانايي لري. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د بیزو چیچک کیټونه له روغتیا نړیوال سازمانه غوښتي او په نږدې راتلونکې کې به موږ ته راکړل شي.»

ورته مهال د کابل د طبي علومو پوهنتون د دې پوهنتون زده‌کړیالانو لپاره د بیزو چیچک د مالوماتو په موخه یو روزنیز سیمنار جوړ کړی و. دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې په نړۍ کې د بیزو چیچک په خورېدو دی او په افغانستان کې هم د دې ویروس د مشکوکو پېښو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

د دې پروګرام مسوولان له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د دې ویروس په تړاو خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړې کمپاین پیل کړي.

د کابل طبي علومو پوهنتون رییس فضل‌الرحمن رحماني وايي: «دا زموږ او ستاسو مسوولیت دی چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو، څو د دا ډول وبا له غمیزې سره مخ نه‌شو.»

د دې پوهنتون استاد فضل ریحم وردګ وايي: «عامې روغتیا وزارت باید د عامه پوهاوي په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي، پېښې دې وڅېړي، د ناروغانو درملنه دې وکړي او په لومړیو وختونو کې دې د دې ناروغۍ تشخیص وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بیزو چیچک مشکوک او مثبتې پېښې تر اوسه د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت په وینا، په کابل، هرات، نیمروز، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې د بیزو چیچک ویروس مشکوکې پېښې منفي دي.

ورته مهال د کابل د طبي علومو پوهنتون د دې پوهنتون زده‌کړیالانو لپاره د بیزو چیچک د مالوماتو په موخه یو روزنیز سیمنار جوړ کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه