Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت د مقاومت جبهې د درې غړو د سرونو پرې کول ردوي

د کورنیو چارو وزارت او د پنجشېر سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د مقاومت جبهې د درېیو غړو د سرونو پرې کولو او د ملکي وګړو د وژلو ادعاوې ردوي.

د مقاومت جبهې ادعا کړې وه چې د اسلامي امارت ځواکونو په پنجشېر کې د دغې جبهې د درې غړو سرونه پرې کړي دي.

کورنیو چارو وزارت او د پنجشیر سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت له اوسیدونکو سره د امنیتي ځواکونو د تاوتریخجن چلن او په ځانګړې توګه د درېیوو جنګي اسیرانو د سرونو پرې کولو په اړه شوي ادعاوې رد کړي دي او هغه یې بې بنسټه تبلغات بللي دي.

د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وايي:«دا په بشپړه توګه یوه ادعا ده، موږ په پنجشېر کې د مُلکي کسانو د وژنې او د سر پرې کولو هېڅ پېښه نه لرو دا توطیه ده چې له افغانستانه بهر ورته لمن وهکل کېږي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم وویل:«د سرونو د پرې کېدو په هکله به درته ووایم چې زموږ امنیتي ځواکونو تراوسه له چا سر نه دی پرې کړی او خدای دې نه کوي چې داسې وشي.»

دا ډول ادعاوې له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه توګه خپرې شوې او په تازه اقدام کې د بشري حقونو ۶۰ تنو فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګروملتونو له سر منشي غوښتي څو په پنجشیر، بغلان او تخار ولایتونو کې د برمته نیونې، اجباري بې ځایه کولو او د ملکیانو د شکنجه کولو په اړه پر شویو ادعاوو په جدي توګه غور وکړي.
 
پخوانی نظامي عزیز معارج څرګندوي:«دې ته باید طالبانو حکومت مستقیماً هم افغانانو ته او نړۍوالو ته، هم شرعي او هم قانوني او اصولي ځواب باید ووايي.»

د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم هم په دې هکله زیاتوي:«دا په هغو کنوینسونونو او نړۍوالو قوانیونو کې چې افغانستان د هغه پلي کولو ته ژمن دی یوه ستره ګناه او د بشر پر ضد یوه ګړنه او یو جنګي جنایت دی.»

تر دې وړاندې په پنجشیر، تخار او بغلان ولایتونو کې له ملکیانو سره د ناوړه چلن ادعاوو نړیوال غبرګونونه هم راوپارول.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د برخې ځانګړي راپور ورکونکي هم ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض ادعاوې څیړي او خپلې موندنې به له ملګروملتونو سره شریکې کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه