Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر ښځو په کابل کې د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ

څه د پاسه سلو ښځو د بهار نو او صنايعو د اوونۍ په نړيوال نندارتون کې خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل.

یو شمېر سوداګرې ښځې دا نندارتون د مېرمنو د مورال د لوړولو په برخه کې مهم بولي او وايي، د نندارتون په دې دریو ورځو کې یې د توکو بازار ښه وو.

په‌دې نندارتون کې لاسي صنایع، ګاڼې او له نیمه ګران‌بیه ډبرو جوړ زینتي توکي نندارې ته اېښول شوي وو او ټولې پلورونکې یې ښځې وې.

یوه سوداګره پښتنه امیري وايي: «موږ ښځې روحیه اخلو، کله چې روحیه واخلو، کولای شو کار وکړو. په لومړیو کې خلکو د ښځو روحیه کمزوره کړې وه.»

یوه بله سوداګره فاطمه حسیني طلوع‌نیوز ته وايي: «موږ سره دلته ۷۲ ښځې کار کوي او اوس‌مهال ۳۲ ښځې یوازې زما لاس لاندې کار کوي.»

دې نندارتون ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ښځو خپل توکي د خرڅلاوو لپاره نندارې ته وړاندې کړې دي.

یوه سوداګره نورضیا ساپۍ وايي: «موږ و نه شول کولای سوداګر ووینو، ځکه د ښځو او سړیو څانګې جلا دي او سړي و هم و نه توانېدل دې خوا ته راشي.»

یوه جرمنۍ ښځه چې له اووه کلونو راهیسې په افغانستان کې د ګلاب ګل د پروسس په برخه کې کار کوي او خپل محصولات په نندارتونو کې پلوري، وایي، هر کال د ګلاب ګلانو د راټولولو په موسم کې ۱۵۰ ښځې پرکار ګماري.

سوداګره ستاره وايي: «ښځې اوس هم چمتو دي چې کار وکړي، خو لا هم اقتصادي ستونزې شته.»

دې نندارتون ته تر ډېره ښځې ورغلې دي. محلې جامې د یو شمېر لېدونکو لپاره په زړه پورې دي او یادګاري عکسونه ورسره اخلي. د نندارتون ګډونوالې له خلکو غواړي چې له کورنیو محصولاتو ګټه پورته کړي.

د نندارتون لېدونکې سحر احمدي وايي: «داسې شیان مې ولېدل چې زموږ دهېواد هویت څرګندونه کوي.»

یو شمېر سوداګرې مېرمنې، د نندارتونونو جوړېدل د خپلو محصولاتو د بازار موندنې لپاره ګټور بولي او له اسلامي امارته غواړي چې تل دا ډول نندارتونونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه