Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې‌وزلۍ او ناچارۍ افغان ماشومان درنو کارونو ته اړ کړي

په هېواد کې بې‌وزلي او لوږه د دې لامل شوي چې په پلازمینه کې یو شمېر ماشومان ښوونځي ته د تګ پر ځای سخت کارونه وکړي. دغه ماشومان وايي، له زده‌کړو بې‌برخې کېدو اندېښمن کړي دي.

څوارلس کلن بلال چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازېنی ګټیالی دی، وايي، له سهاره تر ماښامه په خپل لاس‌ګاډي کې اوبه پلوري او پر دې خواشینی دی چې ښوونځي ته نه‌شي تللی.

بلال په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «کار کول مې ډېر زیات خفه کوي، ځکه له درسه پاتې کېږم.»

د بلال ورور جلال وايي: «زه ډېر زیات خفه کېږم چې ورور مې ګورم کار کوي او درس نه وايي.»

مجتبی د سلګونو نورو کارګرو ماشومانو په څېر، د پلازمینې د واټونو پر غاړه د موټرونو ټایرونه جوړوي او دا کار د دې لامل شوی دی چې له ښوونځي لېرې پاتې شي. نوموړی وايي: «له پنځم ټولګي مې ښوونځی پرېښود، ځکه کار مې کاوه او د اووه کسیزې کورنۍ یوازېنی ګټیالی یم.»

دغه ماشومان د خپلو کارونو پر مهال د سختیو د ګاللو له سر ټکوي او وايي، ژوند یې سخت شوی دی.

کاګره ماشومه عایشه وايي: «ټوله ورځ پر سرک ګرځم، لمر ډېر دی او پلاستیکونه پلورم.»

کارګر ماشوم شهرام وايي: «ورځ تر بلې خپل راتلونکي ته اندېښمن کېږم، ځکه نه پوهېږم چې راتلونکی به مې څه ډول وي.»

ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کارګرو ماشومانو د کموالي لپاره یې تګلارې په پام کې نیولې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبدالسلام مخدوم سعادت وايي: «موږ مسلکي کورسونه لرو او د ماشومانو لپاره مو منظمې ښوونیزې برنامې په پام کې نیولې دي.»

په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د احصايي د ملي ادارې له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په هېواد کې له ۷ سوه زرو زیات ماشومان په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.

د احصايي د ملي ادارې له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په هېواد کې له ۷ سوه زرو زیات ماشومان په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه