Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده کړو ته لېوالتیا؛ سوېل کې د لیسې په سلګونه نجونې ښوونځي ته ځي

د دې سربېره چې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د متوسطې او لېسې دورې نجونې له زده کړو محرومې دي، د هېواد په سوېلي حوزه کې له شپږم ټولني پورته په سلګونه زده کوونکې نجونې ښوونځي ته ځی او خوشحاله دي.

په دې رپوټ کې د طلوع نیوز خبریال د هېواد په سوېل کې یوه داسې ښوونځي ته ورغلی چې د نظام له بدلون راهیسي یې دروازه له لومړي تر دوولسم ټولګي د زده کوونکو نجونو پرمخ پرانیستې ده.
  
د دې ښوونځي زده کوونکي پر اسلامي امارت غږ کوي چې نورو افغان نجونو ته دې هم د زده کړو زمینه برابره کړي.

د دولسم ټولګي زده کوونکې شکریه وايي:«د دولسم ټولګي زده کوونکي یوو، درسونه روان دي او هره ورځ ټولګي ته راځوو.»

د لسم ټولګي بله زده کوونکې نازدانه هم څرګندوي:«موږ ډېرې خوشحاله یوو چې درس ته راځوو، غواړو چې فارغې شوو او هېواد ته خدمت وکړو.»

په داسې حال کې چې لا هم د هېواد په ډېریو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي، دا نجونې یې د پرانیستو غوښتنه کوي.

د یوولسم ټولګي زده کوونکې نازو وايي:«د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې باید ټول ښوونځي پرانیستل شي او نجونې زده کړې وکړي.»

پلوشه د لسم ټولګي زده کوونکې وویل:«له حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې د نورو نجونو لپاره هم د زده کړو زمینه برابره کړي او هغه ښوونځي چې تړلي دي، پرانیزي.»

که څه هم تر اوسه د ښوونځیو د بیا پرانیستو په موخه کوم روښانه میکانیزم نه دی وړاندې شوی، خو اسلامي امارت ټینګار کوي چې شرایطو ته په کتو سره به ډېر ژر تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دا چې دا شرایط کوم دي او کله به مهیا کېږي هغه پوښتنه ده چې په اړه یې لا تر اوسه هېچا- حتا د پوهنې وزارت د یوه مسوول ارګان په توګه ځواب نه دی ویلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه