Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو د نه پرانیستو په تړاو د بشري حقونو څاربنسټ لیدلوری

د بشري حقونو د څاربنسټ وايي چې په افغانستان کې د نجونو د متوسطې او لېسې دورو ښوونځو نه پرانیستل به د دغه هېواد د زده کوونکو پر راتلوونکي به ناوړه اغېز ولري.
 
د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو په برخه کې کار وکړي.

د بشري حقونو څار بنسټ مرستیاله هیدر بار وايي:«نږدې لس میاشتې کېږي چې طالبان ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو له لاسرسي څخه انکار کوي، مسلماً چې دا د زده کړو او په ځانګړې توګه نجونو لپاره له مخکې د رامنځته شویو خنډونو په سر کې ځای لري، په زده کړو کې دا تشه به، نه یوازې د نجونو بلکې د ټول هیواد پر راتلونکي ناوړه اغېز ولري.»

مېرمن بار زیاتوي:«دا د ډیپلوماټانو لپاره هغه وخت دی چې د اندېښنو څرګندولو پر ځای، ډېر کار وکړي، دا مهمه ده چې د نړۍ هېوادونه د نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو کړنې غندي خو اوس د ریښتینو ګامونو د پورته کولو وخت دی، بیانیو ونشو کړای دغه ستونزه حل کړي، یو څه چې موږ یې غوښتونکي یوو، د جرمني، مکسیکو، ناروې او سویډن په ګډون هغه هیوادونه چې د ښځو د حقونو په پلوۍ بهرنیو پالیسیو لرلو ته ژمن دي یوه بیړنۍ ناسته جوړه کړي څو پریکړه وکړي چې څنګه کولای شي د ښوونځیو د پرانیستلو او د ښځو او نجونو پر حقونو د لا زیاتو بریدونو د پای ته رسیدو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.»

بل لور ته له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې نجونې له حکومته غواړي چې په هېواد کې د ټولو نجونو لپاره ژر تر ژره د زده کړو زمینه برابره کړي.
 
سمیه یوه له هغو زده کوونکو ده چې له ګڼو ستونزو له هغې ډلې د ښوونځي لرې والي او د درسي امکاناتو له نشتوالي سره سره یې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره کار او مبارزه کړې ده.

سمیه په درې ژبو دري، انګلیسي او عربي خبرې کوي او د رسامۍ هنر یې هم زده دی. دا هیله منه ده چې ډاکټره شي، خو په وینا یې دا هیله یې د یو نه ریښتیا کیدونکي خوب تر حده پاتې ده.

سمیې طلوع نیوز ته وویل:«له هغې وخته چې ښوونځي ته نه یم تللې، زړه مې تنګ شوی، ډېره خپه یم، ژوند راته ډېر بې معنا شوی. پلار جان مې راته هیله راکوي چې ښوونځي پيلېږي.»

د سمیې پلار هم وايي:«یوه لار دې پیدا شي چې دغه ستونزه حل شي ترڅو هېڅوک اړ نه شي چې په ناقانونه توګه له هېواده بهر شي.»

د پنځم ټولګي زده کونکې عالیه وايي:«کله چې وینم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه ځي، زما زړه هم نه کېږي چې درس ووایم.»

پوښتنه دا ده چې د زده کړو بهیر بندیدل او د زده کړو حق اخیستل به څه پایلې ولري؟

د پوهنتون استاد خلیل احمد کانجو څرګندوي:«طبیعي ده چې دغه سکتګي په راتلوونکي کې په ځاګړې توګه د انساني ځواک په پلان جوړونه کې په اوږد مهال او راتلوونکي کې په افغانستان کې کولای شي نه جبران کېدونکي زیانونه ورسوي.»

که څه هم اسلامي امارت په وروستیو اوونیو کې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره نهه کسیزه کمېټه جوړه کړې، خو د نږدې دوه اوونیو په تېرېدو سره تر اوسه د دغې کمېټې د فعالیت هېڅ څرک نشته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه