Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ښوونځیو د تړلو له امله د زده کوونکو نجونو ناهیلي او خفګان

ځينې زده کوونکې نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو پاتې کېدو هغوی له ناهیلۍ او ژور خفګان سره مخ کړي دي.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره ښوونځي بېرته پرانیزي.

ملیحه، ساجده او حکیمه د دولسم، لسم او اتم ټولګي هغه درې نجونې زده کونکې دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د نه پرانېستنې له امله یې د غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.

هغوی وایي د دې لپاره چې له ژور خپګان یا افسرده ګۍ سره مخ نه شي دغه کار ته یې مخه کړې ده.

زده کونکې ساجده وايي:«درسونه نشته ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرو له دې امله غالۍ اوبوو چې ذهن مې ارام وي.»

بله زده کونکې ملیحه هم څرګندوي:«واقعاً چې راتلوونکی تیاره او سخت وینم؛ اړ یوو چې خپل ټول عمر د غالیو په اوبدلو کې تېر کړو یا کوم بل کسب وي هغه زده کړو چې دغه روزګار په سختۍ تېر کړو.»

حکیمه چې، د اتم ټولګي زده کونکې ده وایي، هیله یې درلوده چې ډاکټره شي او د خپلو خلکو د درد درملنه وکړي. هغه وايي:«پلار مې ډېر زحمت ګاله چې زموږ د ښوونځي فیس پورته کړي، خو طالبان راغلل او درس ویلو ته یې پرې نه ښودو، هېڅ امید نشته زه خپل راتلوونکی تیاره وینم.»

د زده کونکې پلار سید جمیل وايي:«هره شپه چې کور ته راځم لوڼې مې پوښتنه کوي چې ښوونځي کله شروغ کېږي زه جګرخونه کېږم؛ خو ورته هیله ورکوم.»

بل لور ته د اسلامي امارت د ویاند مرستیال پرته له دې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستنې په تړاو معلومات ورکړي، وایي چې دا مسله د پوهنې وزارت په اعلامیه کې روښانه شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«موږ په دې هکله د پوهنې وزارت په اعلامیې بسنه کوو.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو نه پرانېستنې ګڼې اندېښنې هم زېږولي دي.

ښوونکې کریمې رحیم یار وویل:«هر وخت چې پوښتنه کوو چې ولې د ښوونځي دروازې نه پرانیستل کېږي، د اسلامي امارت ځواب دا دی چې د ښوونځي د نجونو لپاره امنیت تامین نه دی.»

د پوهنتون استاد سید محمد تقي حسیني هم وايي:«هغه منځني اختلافونه چې د طالبانو په منځ کې دي د دې لامل شوی چې نجونې له ښوونځيو بې برخې شي او بل خوا د طالبانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې د اسلامي امارت مشروعیت یې ښوونځیو ته د نجونو په تګ پورې تړلی دی.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړل کیدو ۲۶۷ ورځې تیریږي خو لا هم روښانه نه ده چې دغه ښوونځي به څه وخت پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه