Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوځيانو ته د یونېفورم د وېش لپاره د کابل مېشتو غوښتنه

د تېرې چهارشنبه په ورځ کورنیو چارو وزارت په یوې خبري غونډه کې په کابل او کندهار کې د دغه وزات ځواکونو د یونېفورم د وېش خبره وکړه.

خو ظاهراً په ښار کې لیدل کېږي، چې لاهم د دغه وزارت امنیتي ځواکونو یونېفورم نه دی اغوستی.

بل خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي نیوکه کوي او وایي چې تر اوسه پولیس پر یونېفورم سمبال شوي نه دي.

 د کابل اوسېدونکی واجدالله وايي:«یو نظم دې رامنځته شي؛ دسپيلن راشي چې تفکیک یې وشي چې دا امنیتي ځواک دی یا نه موږ خپله ستونزه ورسره شریکه کړو.»

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم وایي چې د یونېفورم نشتوالی په هېواد کې د جنایي جرمونو د زیاتېدو لامل شوی دی.

د کابل اوسېدونکی عبدالهادي څرګندوي:«د اسلامي امارت له حکومته غواړو چې دغه بهیر ډېر ژر عملي کړي ځکه چې د هېواد د پوځيانو او نامسووله وسله والو ترمنځ فرق نشته.»

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې په پلازمېنه کې د یونېفورم وېش پېل شوی دی، خو دا نه څرګندوي چې یونېفورم چېرته او پر کومو کسانو وېشل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي:«د وېش بهیر په عملي توګه پيل شوی دی ډېر ژر به د کابل اوسېدونکي امنیتي ځواکونه په نوي اعلان شوي یونېفورم سمبال وویني.»

بل خوا د نظامي چارو شنونکي وایي،چې پر یونېفورم د امنیتي ځواکونو سمبالېدل د بې بندو بارو کسانو د ناوړه ګټې اخېستنې مخه نیسي.                 

د نظامي چارو شنونکي محمد متین محمد خېل وویل:«په یوې ټولنه کې د امنیت او عامه نظم تامین تر ډېره له یونېفورم سره اړیکه لري او موږ وینو چې په کابل ښار کې همدا اوس له بېلابېلو یونېفورمونو سره تګ راتګ کېږي چې په خپله د اندېښنې لامل دی چې په ټولنه کې امن او عامه نظم په سمه توګه نه تامین کېږي.»

تر دې وړاندې د تېرې چهارشنبه په ورځ د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د دغه وزارت پر شل زره سرتېرو او افسرانو یونېفورم وېشل کیږي او دا بهیر به له کابل او کندهار نه پيل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه