Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تقاعد د نه ورکړې په غبرګون کې کابل کې د متقاعدینو لاریون

ځينې متقاعدینو نن شنبې په کابل کې په لاریون لار پورې کړ او د خپلو د حقوقو غوښتونکي شول.

دوی وايي چې مالیې وزارت مخې ته راغونډ شوي دي له حکومته غواړي چې د دوی حقوق ورکړي.

دغه اعتراض کوونکي چې شمیر یې له سلو زیات دی وایي له یوه کال څخه زیاته موده کیږي چې حقوق یې نه دي ورکړ شوي.

متقاعد شاه وزیر وویل:«موږ له چا خیرات نه غواړو، د خپلې د تقاعد پیسې غواړو هغه پیسې چې له موږ ګرځول شوې دي، موږ د هغوی د بېرته ورکړې غوښتنه کوو.»

متقاعد آقاګل هم وايي:«موږ ۳۰ تر ۳۵ کاله د دغه وطن په ملکي برخه کې خدمت کړی دی، اوس زموږ حقوق زموږ له معاش څخه وضع شوي دي.»

۶۵ کلن عزیز احمد وایي د تقاعد حقوق یې یوازینی عاید دی او د هغې د نه ورکړې له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

متقاعد عزیز احمد وویل:«د کور ستونزه لرو، د کور کرایه ده، د تقاعد له پیسو د کور یو کلنه کرایه به مو ورکړه، د برېښنا او همدارنګه د اوبو پیسې به مو ورکړئ.»

ورته مهال د تقاعد خزینې ریاست وایي، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره یې یوه طرحه برابره کړې او په وینا یې په نږدې ورځو کې به عملي شي.

د تقاعد د خزینې رییس اسدالله څرګندوي:«هیله شته چې په نږدې راتلوونکي کې هغه څېړنه چې د علومو اکاډمۍ کړې بشپړه شي او د تایید لپاره د کابینې شورا ته وړاندې کړل شي او وروسته د امرالمومنین دفتر ته ځي، له تایید وروسته د متقاعدینو ریاست د طرح مطابق خپل کار پيل وي.»

د تقاعد د خزینې عمومي ریاست د شمیرو له مخې، د متقاعدینو شمیر له ‍۱۶۰۰۰۰ زره زیات دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه