Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان وضعیت په تړاو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو اندېښنه

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو استازو او د بشري حقونو کارپوهانو بروکسل کې د یوې غونډې پرمهال افغانستان کې د بشري حقونو، اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نېکلاسون وايي، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه په افغانستان کې د بد بشري وضعیت او د دغه هېواد د ادارې په برخه کې د اسلامي امارت د بې وسۍ له امله اندېښمن دي.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، دغه اندېښنې په بروکسل کې د یو شمېر سفیرانو، د بشري حقونو د کارپوهانو او د افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو د استازو په حضور سره په یوې غونډه کې مطرح شوې دي.

هغه زیاته کړه:«په پروکسل کې د افغانستان د بشري وضعیت د ارزونې په غونډه کې د بشري وضعیت د خرابېدو، په سیاسي چارو کې د ټولو پرګنو د نه مشارکت او د افغان ولس لپاره د منسجمو پالیسو په عملي کولو کې د طالبانو د بې وسۍ په تړاو اندېښنې په ډاګه شوې. هغو ته د بشري حقونو او اقتصادي چارو په برخو کې بهرنيو کارپوهانو د همکارۍ لاس ورکړی او اروپايي ټولنه له افغان ولسه د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې ولاړه ده.»

خو اسلامي امارت دغه تورونه په ردولو سره وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونه او سیاسي مسایل مخ په ښه کېدو دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«دا ډول ادعاګانې چې ځینې وخت د بهرنیو سازمانونو او یا هم هېوادونو له خوا مطرح کېږي، بې ځایه وي او پر ناسمو معلوماتو استوار وي؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته په هېواد کې بشري حقونه چې په هره برخه کې چې دي،تامین شوي دي او خوندي دي.»

په دې وروستیو کې یو شمېر لویدیځوالو او اروپاییانو د بشري حقونو په تړاو د اسلامي امارت د ژمنو د نه عملي کېدو او همداراز د افغانستان د وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.

د نړۍوالو چارو شنوونکی سید جواد سجادي څرګندوي:«هغه وضعیت او شرایط چې په افغانستان کې حاکم دي، د هغوی لومړی درجه مسوول لوېدیځ هېوادونه دي او دوی باید دا ومني.»

د ساسي چارو کارپوه احمد منیب رسا هم وايي:«دا به عاقلانه وي چې د افغانستان اوسنی حکومت تر هغې چې خپل بنسټيز خط مش او سیاسي نظام مشخص کړي یو اندازه وکړای شي د بشري حقونو،، ښځو حقونو، د لږکیو حقونو او سیاسي انډول ته د نړۍوالو اندېښنو په هکله لږه پاملرنه ولري.»

اروپايي تولنې په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د بدېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې چې، تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مسوول ویلي، که اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته غاړه کېنږدي؛ نو هېڅکله به هم د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه