اروپايي ټولنې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دیبرا لاینس درې کلن ماموریت بریالی بللی. په افغانستان کې د ډېبرا لاینز ماموریت په تازه ګی سره پای ته ورسېد.
دغه ټولنه، وایي چې اغلې لاینز افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال تل هڅه کړې چې د بشري حقونو وضعیت ښه شي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر د مېرمن لاینز ماموریت له لاسته راوړنو ډګ ګڼي او په وینا یې هغې په افغانستان کې د بشري وضعیت او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو د اعاده کېدو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر انډریس وان برانټ وايي:«ټولو ډیپلوماټانو په یوه هېواد کې په دوو بېلایېلو رژیمونو د کار کولو چانس نه درلود. د تخلیې له ګډوډیو او د تېر کال په اګست میاشت کې له بوږنوونکو پېښو وروسته، مېرمن لاینز ډېرې هڅې وکړې چې د ملګرو ملتونو او افغانستان وضعیت ښه شي. دا هغه څه دي چې، موږ ټول هڅوي. په افغانستان کې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه د لویو او څو اړخیز بنسټونو په توګه کار کوي. دیبرا، موږ ټول به تاسې تل په یاد لرو.»
له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست، د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رییس سره په خپلو کتنو کې هم د ترهګرو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان لپاره د سیمې د نقش په تړاو خبرې کړې دي.
کابل هم د مېرمن لاینز کارونه او له اسلامي امارت سره یې تعامل ستايي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د هغې کړنې چې د افغانستان له خلکو سره یې د همکارۍ او مرستې په درشل کې کړې دي د اسلامي امارت د چارواکو له خوا ښه او مثبت ګامونه ګڼل کېږي.»
سره له دې چې، لا تر اوسه روښانه نه ده چې، د مېرمن لاینز پر ځای به څوک په کابل کې د یوناما دفتر مسوولیت پر غاړه واخلي؛ خو د ښځو د حقونو مدافعانې په هېواد کې د بشري وضعیت د لا بدېدو له امله اندېښمنې دي.
د ښځو د حقونو فعاله دریا نشاط وايي:«که چېرې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا یا د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغانستان لپاره کوم استازی استول کېږي باید د افغانستان د ښځو درد او غږ ته غوږ کېږي.»
دیبرا لاینز په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما دفتر مشري کوله. د هغې د ماموریت پر مهال په افغانستان کې لویې پېښې لکه د تېر حکومت او طالبانو تر منځ خبرې اترې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د جمهوري نظام رانسکورېدل او له هغې وروسته ګډوډۍ ترسره شوې دي.
په دې اړه مو اندونه