د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی د ماشومانو د ژغورنې د نړۍوالو پروګرامونو له رییسې سره په لیدنه کې ویلي دي چې زده کړو ته لاسرسۍ او د ماشومانو روغتیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په داسې حال کې دغه ډول څرګندونې کړي چې، تر دې مخکې پوهنې وزارت ویلي و، د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانستنې مساله د سرپرست حکومت د رهبرۍ پرېکړې پورې تړلې ده.
د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آرین وايي:«تر هغې چې د افغانستان په ټولنه کې نوې اراده او همدارنګه د مشارکت حق ته باوري، د ښځو حضور ته درناوی، د ښوونې او روزنې اهمیت درک نه شي، دا ډول جوړښتونه نه شي کولای ګټور واوسي.»
ښوونکې عمر زاده هم څرګندوي:«د هېواد د نجونو له راتلوونکي سره باید لوبې ونه شي؛ هیله ده له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزئ.»
له دې سره سم، یونېسف ویلي، د روان زیږدیزکال تر پایه به په ټول افغانستان کې د ټولنیزو زده کړو لپاره شاوخوا ۱۵ زره ټولګي جوړ کړي.
په دې اړه مو اندونه