یوې ښځینه ښوونکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو نږدې پنځوس زدهکوونکو ته په کابل کې د زدهکړو وړیا زمینه برابره کړې ده.
نجونې زدهکوونکې چې دې مرکز ته د زدهکړو په موخه ورغلي، خوښې برېښې او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم پرانیزي.
زدهکوونکې بهار پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «موږ ډېر ناهیلي یوو چې زموږ ښوونځي بند دي. هیله ده چې زموږ ښوونځي پرانیستل شي.»
د دې مرکز یوه بله زدهکوونکې ماه پیکر وايي: «ډېر وخت شو چې دلته درس وایم او له ښوونکې سودابې څخه ډېر منندوی یم چې موږ ته یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.»
دغه زدهکوونکې دا ښوونیز مرکز د زدهکړې دوام لپاره یوه ښه لاره بولي.
زدهکوونکې دنیا وايي: «دوه یا درې میاشتې کېږي چې دلته درس وايم. موږ خورا ډېر نېکمرغه یوو چې موږ ته داسې زمینه برابره شوې ده. موږ پهدې مرکز کې د ښوونځي مضمونونه لولو.»
د دې روزنیز مرکز څښتنه وايي، دغه ټولګی یې وروسته له هغې جوړ کړ چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو ته د درس ویلو د دوام اجازه ورنهکړل شوه.
ښوونکې سودابه نژند وايي: «نږدې اووه میاشتې کېږي چې دا کار مو پیل کړی دی چې دلته هم کارګر ماشومان او هم ښځې پهکې درس زده کوي. دلته نږدې پنځوس نجونې د ښوونځي درس او شل ښځې د لیک لوست زدهکړه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې ۲۶۸ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي تړلي پاتې دي او لا هم د هغو د پرانستنې څه څرک نه لېدل کېږي.
په دې اړه مو اندونه