Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پنځوسمه کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۴مه)د سویس په ژنو ښار کې پېل شوه، چې تر چهارشنبې به روانه وي.

که څه هم د دې غونډې اصلي اجنډا د بشري حقونو او کوویډ ۱۹ مسایلو ته د دولتونو د ځواب په چاره کې د دولتونو د رول او د اشغال شویو هېوادونو څېړل دي، خو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنره وایي چې دا غونډه به د چهارشنبې او پنجنشبې په ورځو د افغانستان مسایلو ته ځانګړې وې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې کمېنشره میشل باشله وايي:«په وروستي ځل مې چې تاسو ته اطلاع درکړه، ما دوو هېوادونو ته سفر وکړ. لومړی افغانستان او وروسته چین ته.  زه به افغانستان ته د خپل سفر او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د مسایلو په تړاو د چهارشنبې په ورځ په دې غونډه کې خپل جزیات له تاسو سره شریک کړم.»

د دغه سازمان د اعلامیې مخې، په دې غونډه کې به د بشري حقونو د مسایلو په ځانګړې توګه د زده کړو د حق، د بیان آزادۍ، د بشري حقونو د نقض، اقتصادي ناورین او په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د ښځو د وضعیت په تړاو خبرې وشي.
 
د بشري حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي:«د زده کړې او کار حقونه د ښځو واقعي حقونه نه شي کېدای، ځکه چې دا د انسان تر ټولو لومړني حقونه دي او د مذاکرې لوري باید له دغو حقونو ډېر د افغانستان نوي حکومت ته پاملرنه وکړي چې ښځې وکړای شي هغه ته لاسرسی پيدا کړي.»
      
د سیاسي چارو شنونکی جاوېد سنګدل څرګندوي:«د دې لپاره چې له دغو ناستو مثبته پایله ولرو اړتیا ده چې له یوه ملي پروګرام سره نړۍ ته وښوو چې د افغانستان حکومت یو څرګند پروګرام چې د خلکو هیله ده لري، چې نړۍ هم د هېوادوالو په وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.»

په دې لړ کې، کابل تمه لري، چې په دې غونډه کې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وشي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«هره غونډه چې وکړای شي د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او په ډپيلوماټيکه برخه کې زموږ لاسنیوی وکړي، موږ هغه ګټوره ګڼو او موږ د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې له افغانستانه ورته هېڅ ډول اندېښنه متوجه نه ده او موږ له هغو هېوادونو چې غونډه جوړوي، غواړو چې له موږ سره تعامل وکړي.»

تر دې وړاندې، د بشري حقونو پنځه ویشتو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو ستونزې د دې غونډې د بحث په محور کې راشي.

د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو، بیان ازادۍ او همدارنګه د افغانستان اقتصادي کړکېچ هغه مسایل دي چې په دغې غونډه کې به پرې بحث او سلامشورې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه