Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د ځينو مخکینیو چارواکو له شتمنیو د پردې پورته کول

وال سټریټ ژورنال په یوه رپوټ کې لیکلي چې د پخواني حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي چې له هېواده بهر ژوند کوي، ښکلي او د مېلیوني ډالرو کورونه لري.

د دغه رپوټ له مخې حمدالله محب، عطا محمد نور، اکلیل حکیمي، خالد پاینده او مصطفی مستور د مېلیونونو ډالرو په ارزښت متحده ایالتونو او دوبۍ کې کورونه پېرلي دي.

راپور زیاتوي، چې یوازې د پخواني حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په متحده ایالتونو کې د لس مېلیونه ډالرو په ارزښت لس کورونه پېرلي دي.

د وال سټرېټ ژورنال د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«ځيني هغه چارواکي چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني د حکومت په دوره کې یې چې په ۲۱۰۴ کال کې پېل شوه، لوړ پستونه لرل، اوس د کالیفورنیا په سواحلو کې په لوکسو کورونو کې ژوند کوي. مخینه او مرکې ښيي،چې له هېواد نه بهر ځيني پخواني افغان چارواکي او قانون جوړوونکي په لویو اروپايي ښارونو، متحده عربي اماراتو او ترکیه کې ژوند کوي.»

رپوټ وایي، چې یوازې د مخکیني حکومت د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په امریکا متحده ایالتونو کې لږ تر لږه لس جایدادونه لري. هغه دغه کورونه په تېرو کلونوکې په ځانګړي توګه کله چې یې د مالیې وزارت مسوولیت پرغاړه درلود پېرلي دي.

د دغه رپوټ لیکونکی ویلي،چې دا یوه وړه برخه ده،چې ده د دغه رپوټ په جوړولو کې ورته لاسرسی موندلی دی. که څه هم  د مخکیني حکومت هغو چارواکو چې په دغه رپوټ کې یې نومونه اخیستل شوي دي، تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو خالد پاینده په یوه اعتراضي لیک د ځان په تړاو د دې ورځپاڼې معلومات ناسم بللي دي.

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر په دې باور دی،چې د مخکیني حکومت د چارواکو دغه کار د افغانستان د خلکو پروړاندې ښکاره ظلم دی.
 
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«که چېرې دوی ده سزا ورکړل شي او محکمه شي او د بیت المال پیسې له هغوی بېرته واخیستل شي، په یقین چې نور پند او عبرت اخلي.»

په داسې حال کې د ملیونونو  ډالرو په ارزښت د مخکیني حکومت د چارواکو د کورونو او جایدادونو رپوټ ورکول کیږي،چې د شمېرو له مخې اوسمهال تر نوي سلنه زیات افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې وضعیت سره مخ دي او میلیونونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه