Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان په پامیر ولسوالۍ کې تر اوسه ښوونیز کال نه‌دی پیل شوی

که څه هم د روان ښوونیز کال درې میاشتې په تېرېدو دي، خو لا هم د بدخشان په پامیر ولسوالۍ کې ښوونیز کال نه‌دی پیل شوی.

د دې ولسوالۍ زده‌کوونکي د ښوونځیو د نه پرانیستو له امله حکومتي ادارې پر بې‌غورۍ تورنوي. دوی وایي، د ګڼو ستونزو تر څنګ له تېرو دوو کلونو را په‌دې خوا یې درسي بهیر ګډوډ او ان دا چې سږ کال یې لا تر اوسه ښوونیز کال نه‌دی پیل شوی.

زده‌کوونکی رازق وايي: «نیم کال تېر شو چې ښوونکي مو نه‌شته، قلم نه‌لرو کتاب‌چه نه‌لرو.»

زده‌کوونکی عبدالخالق وايي: «درې کاله کېږي چې دلته ښوونکي نه‌دي راغلي، که راشي، هم درس نه‌وي. درسي توکي، کتاب او قلم هم نه‌شته.»

د دې ولسوالۍ زده‌کوونکي د ښوونکو، کتابونو او نورو درسي توکو نه‌‌شتون د خپلو زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډونه بولي.

زده‌کوونکی ابراهیم وايي: «غوښتنه مو دا ده چې ښوونځی مو پرانیستل شي او د نورو خلکو په څېر لیک لوست زده‌کړو.»

زده‌کوونکی خیرالدین وايي: «له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې ښوونځی مو لېسه شي، درس په کې ووایو او په راتلونکې کې یوه دنده پیدا کړم او خپل هېواد ته خدمت وکړم.»

بل‌خوا په‌دې ولسوالۍ کې د ښځینه ښوونکو نه‌شتون د دې لامل شوی چې نجونې هم ښوونځیو ته له ورتګه محرومي شي.

د پامیر اوسېدونکی حسن په‌دې اړه وايي: «که ښوونکې راشي، لور مې په ښوونځي کې داخلوم، زه یوه لور لرم چې له ښوونځي سره لېوالتیا لري، خو ښوونځي ته سړي راځي، موږ یې نه‌شو ورلېږلی، ټول بې‌ګانه دي، دوستي ورسره نه‌لرو؛ نو لوڼې نه‌شو ورلېږلی، خو ښځینه ښوونکې وي، خپلې لوڼې ښوونځي ته لېږلی شو.»

ورته مهال د بدخشان د پوهنې ریاست مسوولان د ښوونکو او درسي توکو په برخه کې ستونزې مني او د حل په موخه یې ډاډ ورکوي.

د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست د رسنیو مسوول نادر نادري وايي: «که چېرې پوهنې ریاست ناغېړي کړې وي، موږ ورته لارښوونه کوو چې د پامیر د ښوونځیو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ښوونځیو درسونه عملاً پیل شي.»

اوس‌مهال یو منځنی ښوونځی په واړه او یول بل په لوی پامیر کې شته چې د ۷۴ نجونو په ګډون ۲۴۸ زده‌کوونکي په‌کې په زده‌کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه