د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ګډون کوونکو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو د سرغړونې پېښو پر څېړني ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره وايي، په سیاست کې د ښځو له حضور پرته په افغانستان کې سیاسي پرمختګ نهشي کېدای.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پنځوسمې غونډې د چهارشنبې او پنجشنبې ورځې په افغانستان کې د بشري حقونو مسایلو ته ځانګړې شوې وې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې کمېشنره مېشل باشله وايي: «نړیواله جنایي محکمه د هغو جنایي جرمونو بېپرې څېړلو ته چې احتمالاً په افغانستان کې شوي دي، د ټاکل شویو اصولو له مخې دوام ورکوي، موږ نهشو کولای افغانستان هېر کړو او یوه سولهییز او باثباته افغانستان ته د رسېدو لار د نړیوالې ټولنې له ملاتړ او په سیاسي او عمومي برخه کې د ټولو خلکو له حضور پرته ناشونې ده او زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې افغانستان د خپلې سیاسي اجنډا په سر کې راولي.»
ورته مهال پهدې غونډه کې له بشري حقونو دفاع کوونکي بنسټونه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت لاخرابېدل د منلو وړ نه ګڼي.
د بښنې نړیوال سازمان غړې سمیرا حمیدي وايي: «طالبانو په ناقانونه توګه د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې، خبریالان او د بشري حقونو دفاع کوونکي نیولي دي او د هغوی ژوند یې په خطر کې اچولی دی چې د هغوی دا کار ښکاره جنسیتي تبعض دی.»
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ رییسه شهرزاد اکبر وايي: «اوسمهال له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. معترضې مېرمنې په ناقانونه توګه له خپلو کورونو نیول او ربړول کېږي. موږ بیا هم ټينګار کوو چې نړۍ باید د طالبانو په تړاو د هغوی د خبرو له مخې قضاوت و نهکړي؛ بلکې د هغوی د کړنو لهمخې قضاوت وکړي.»
بلخوا یو شمېر هېوادونه د هېواد اقتصادي حالت کړکېچن ګڼي او په افغانستان کې د بشري مرستو پر ډېرېدو ټینګار کوي.
په ژنیو کې د ترکیې استازی وايي: «اوسمهال افغانستان د لوږې له جدي خطر سره مخ دی او دا کار د ټول سېسټم د پاشل کېدو لامل شوی دی. نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلکو ته ژمنه پاتې شي. ترکیې د افغانستان خلکو ته ۴۴ مېلیون ډالر او څلور رېله خوراکي توکي چې شاوخوا څلور زره ټنه کېږي، لېږلي دي.»
دا اندېښنې داسې مهال راڅرګندېږي چې کابل په وار-وار په هېواد کې له بشري حقونو د سرغړونې ادعادې بېبنسټه بللي او ویلي یې دي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.
په دې اړه مو اندونه