د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنود پر یوه درمسال برید کې دوه تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په درمسال برید لومړی د لاسي بم په غورځولو سره پیل شو او بیا یې څو ساعته دوام وکړ.
د امنیتي سرچینو په وینا، د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر عبادتځای برید لومړی د لاسي بم په غورځولو سره پېل شي او وروسته دوه بریدګر دغه عبادتځای ته ننوتل.
د اسلامي امارت د ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته د سهار په شپږ نیمو بجو پېل شوه او څه باندې څلور ساعته یې دوام درلود.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وايي:«دوی غوښتل چې دلته یو موتر بم انفجار ورکړي، دې خلکو په ګڼه ګوڼه کې، خوشبختانه زموږ د امنیتي سرتېرو له خوا دوی پېژندل شوي وو او مخکې له دې چې دوی هدف ته ورسېږي له منځه وړل شوي او داسې خاص تلفات نه لري. زموږ یو امنیتي سرتېری په شهادت رسېدلی. او همدارنګه زموږ د اهل هنودو یو کس په پېښه کې وژل شوی دی.»
خو د پېښې شاهدان په دې تړاو بل څه وایي.
د پېښې یو شاهد وايي:«تراوسه درې څلور چاودنې شوې دي.»
په کابل کې د اهل هنودو پر عبادتځای له بریده وروسته ځينې انځورنه په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې په کې د اهل هنودو عبادتځای او ورڅېرمه کورونه زیانمن شوي لیدل کېږي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کوم کس یا ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
په دې اړه مو اندونه